کابل؛ افاق خبري اژانس: قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د اسراییلو د ملی امنیت وزیر ایتمار بن ګویر او یو شمېر اسراییلیانو لخوا پر الاقصی جومات یرغل غندلی او ویلي یې دي چې دا عمل له ټولو نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د دغو سرغړونو او پرله پسې پارونکو کړنو دوام به په سیمه کې د تاوتریخوالي او کړکېچ د زیاتوالي لامل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، قطر د اسراییلو دا کړنه د میلیونونو مسلمانانو د احساساتو پارول ګڼي، چې په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.
دغه هېواد یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، څو د اسراییلو د دغه عمل پر وړاندې سمدستي اقدام وکړي او اسراییل اړ کړي چې د فلسطینيانو او د هغوی د سپیڅلو ځایونو پر وړاندې روانې سرغړونې ودروي او د نړیوالو پریکړه لیکونو درناوی وکړي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې الاقصی جومات یوازې د مسلمانانو عبادت ځای دی، او هر ډول یو اړخیز اقدامات چې موخه یې په بیت المقدس او د هغه په سپیڅلو ځایونو کې د تاریخي او قانوني وضعیت بدلول وي، د نړیوال قانون له مخې اعتبار نه لري.
قطر یو ځل بیا د فلسطین د قضیې په اړه پر خپل دریځ او فلسطینيانو ته د خپلو حقوقو پر ورکړې ټینګار کړی دی.
