کابل؛ افاق خبري اژانس: په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغانایوک) ویلي، له دغه هېواد څخه پاکستان او بیا افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د جبري ایستلو الوتنه، چې ټاکل شوې وه، سې شنبې په ورځ د نومبر په ۳مه ترسره شي، د امریکا پر حکومت د زیاتېدونکی فشار له امله ځنډول شوې ده.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا پخوانیو سرتېرو، د بشري حقونو افغان مدافعینو، د کانګرس غړو او یو شمېر امریکایي وګړو د دغه الوتنې په ځنډولو کې مهم رول درلود. سرچینه زیاتوي، د امریکا فدرالي محکمې پرېکړه هم د دغه پلان د ملاتړ دوهمه برخه وه.
ورته مهال بیا افغانایوک ټینګار کړی چې د الوتنې ځنډېدل له امریکا څخه د نظر وړ افغانانو د ایستلو د پلان د لغو کولو په معنا ته دي او یاد کسان لاهم په توقیف کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر اروپايي هېوادونو هم تر دې مهاله یو شمېر افغانان له خپلو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته استولي دي.
