افغانستان کې اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په پار د ۱۰ میلیونه ډالر بودجې تصویب

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین وایي، چې د چاپېریالي اسانتیاوو نړۍوال بنست د لږ پرمختللو هیوادونو د صندوق او د اقلیمي بدلون ځانګړي صندوق د شورا په غونډه کې د “د ځنګل کرلو او معیشت ښه‌والو له لارې د ټولنې له لوري اقلیمي بدلونونو ته غبرګون ” پروژه، چې نږدې ۱۰ میلیونه ډالره ارزښت لري، افغانستان کې د چاپېریال ساتنې او د معیشت د ښه‌والي په موخه تصویب کړې ده.

د ښاغلي امین په وینا، له ځانګړې شوې بودجې ۸.۹۸ میلیونه ډالره د چاپېریالي اسانتیاوو نړۍوال بنسټ له لوري او یو میلیون ډالره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لوري ورکړل شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس زیاتوي، چې دا پروژه به د پنځو کلونو لپاره په بدخشان او کنړ ولایتونو کې عملي شي او تر ډېره د سیمه‌ییزو ټولنو پر انعطاف‌پذیرۍ او د هغوی د معیشت پر ښه‌والی متمرکزه وي.

د ویلو ده، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) به دا پروژه په مستقیم ډول د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ عملي کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره ټینګار کوي، چې دا پروژه د دې ادارې او ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د ګډو هڅو پایله ده.

یادې ادارې همداراز په ډاګه کړې، چې دا پروژه د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره یو مهم ګام دی او په خبره یې، پلي کېدل به یې د چاپېریال د ښه‌والي او د سیمه‌ییزو ټولنو د معیشت د لوړولو په برخه کې مثبت اغېز ولري.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره زیاتوي، چې په دې پروژه کې د انعطاف‌پذیرۍ کرنې دودول او د ویجاړو شویو کرنیزو ځمکو بیا رغونه، د سیمه‌ییزو ټولنو د انعطاف‌پذیرۍ زیاتوالی او د هغوی د معیشت پیاوړتیا، په ویجاړو سیمو کې د ځنګلونو کرنه، د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه، د اوبو لګولو سیستمونو پیاوړي کول، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو بوټو معرفي کول، د څړځایونو پراخول، د کرنیزو تولیداتو لوړول او د عصري اوبو لګولو سیستمونه لکه چکډمونه، د قطره‌ای اوبولګولو سیستمونه، د سیلابونو پر ضد محافظتي دیوالونه او د اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو له دی چې د اقلیمي بدلون له اړخه تر ډېره اغېزمن دی، خو په دې بدلونونو کې یې تر ټولو لږ ونډه لري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان د اقلیم بدلونونو له اړخه شپږم زیانمن هېواد دی.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان باور لري چې د اقلیمي بدلون پایلې د بېوزلو هېوادونو لپاره ناورین‌ زیږونکي دي. د دوی په خبره، که د چاپېریالي مدیریت د خنډونو د له منځه وړلو لپاره ګامونه اوچت نشي، نو راتلونکو نسلونو ته به نه جبرانېدونکي تمام شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد