د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاڼي الوتکو د تېرې شپې د بمبارۍ په غبرګون کې ویلي، چې افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره اتحاد د خپل ګران هیواد دفاع وکړي او د زور ځواب به په میړانې سره ووایي.
کرزي پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې، چې پاکستان په خشونت او بمباریو له هغو ستونزو چې پخپله یې ایجاد کړي ځان نشي خلاصولای بلکې خپله پالیسی دې بدله کړي او د افغانستان سره دې د ښه گاونډیتوب، احترام او متمدنې رابطې لار اختیار کړي.
