د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړې او همداراز د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو په ترینګلي کېدو سره، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون وایي، چې تېره ورځ (سهشنبه، وري ۴مه) له ایران او پاکستان ۶۰ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه کمیسیون دارالانشاء د شمېرو په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دې موده کې ۴ تنه خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او ۹ کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده.