آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو تر پای ته رسېدو وروسته، داسې ښکاري چې اسلاماباد غواړي د کابل پر وړاندې خپل دریځ نرم او بدل کړي. د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقډار ویلي، چې هېواد یې پرېکړه کړې، څو له اسلامي امارت سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې د شارژدافیر له کچې د سفیر هغې کچې ته لوړې کړي. نوموړي دا پرېکړه پرون (جمعه، غبرګولي ۹مه) پر ایکس خپره کړې. ښاغلي ډار لیکلي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه کابل ته د هغه له سفر وروسته، د پاکستان او اسلامي امارت اړیکې مثبتې شوې دي. په ورته وخت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د دې پرېکړې هرکلی کړی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې کابل هم د ورته ګام اوچتولو پلان لري، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي؛ خو تجربه ښيي چې افغانستان سره د پاکستان چلن تل سطحي او تر ډېره سیاسي انګېزه لري، نه د دواړو هېوادونو د ستونزو حل لپاره جدي هڅه.
په دې تحلیل کې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو د وزیر پر څرګندونو تم کېږو او روښانه به کړو، چې آیا د اسلامآباد دا ګام د نوي څپرکي او اړیکو پیل دی، که د یوې نوې سناریو پیل؟
د پاکستان پر سیاستونو بېباوري
د پاکستان پر سیاستونو د افغان سیاسیونو او عامو خلکو بېباوري، اوږده تاریخي مخینه لري. دا بېباوري له سرحدي مسایلو او دوهګوني سیاسي چلن نیولې؛ د کډوالو پر وړاندې د فشار زیاتوالي او نورو تورونو پورې.
په افغانستان کې عام باور دا دی، چې له ترهګرو ډلو د پاکستان ملاتړ، تل د افغانستان بېثباتۍ او ناامنۍ ته لار برابره کړې ده. د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دوهګونی سیاست تل د خلکو تر منځ د خبرو موضوع پاتې شوې او له همدې امله، د پاکستان نوې پرېکړه هم له شکونو سره مل ده.
د سیاسي چارو شنونکي نثار احمد شېرزي په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «د پاکستان تازه پرېکړه چې له مخې یې غواړي، افغانستان سره اړیکې پراخې کړي، یوه استخباراتي لوبه ده. اسلاماباد غواړي په دې کار سره افغانستان کې د هند رول کمزوری کړي.» ښاغلي شېرزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: « که چیرې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې هم شي، پاکستان به پر دې سربېره هم پر خپلو ژمنو ونه درېږي، نو کابل باید له پوره احتیاط کار واخلي.»
پاکستان ولې اسلامي امارت سره د اړیکو پراخوالي په لټه کې دی؟
د شارژدافیر له کچې، د سفیر کچې ته د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول دا په ډاګه کوي، چې پاکستان هڅه کوي افغانستان سره د تېر په څېر تر سیاسي او سرحدي ترینګلتیاوو وروسته، خپلې اړیکې بېرته پیاوړې او ورغوي. د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان دا ګام د اقتصادي، امنیتي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د چین په منځګړیتوب اوچت کړی دی. اسلامي امارت هم د دې پرېکړې هرکلی کړی او اسلامآباد سره یې په لوړه کچه تعامل ته چمتووالی ښودلی؛ خو د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان دا ګام د هغه هېواد د پالیسۍ یوه برخه بولي او په خبره یې، پاکستان غواړي په دې کار سره له یوې خوا سرحدي ننګونې مدیریت کړي او بل خوا د هند پر وړاندې په سیمه کې خپل نفوذ وساتي. د سیاي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «د پاکستان تازه ګام تر ډېره سټراتیژیک اړخ لري، څو امنیتي ننګونې کنټرول او له اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي.»
د پاکستان په دې اقدام کې د چین رول
د سیاسي چارو شنونکي باور لري، چې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو کچې په لوړولو کې د چین رول، په ځانګړي ډول بېجېنګ کې تر وروستۍ درېاړخیزې غونډې وروسته مهم او د اسانتیاوو برابرونکی دی. چین هڅه کوي د منځګړیتوب له لارې سیمهییز ثبات رامنځته کړي او د اقتصادي پروژو لکه د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) پراختیا ته لاره هواره او دا دهلیز له افغانستان سره ونښلي.
د چارو شنونکي زیاتوي، چې، چین د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترینګلتیاوې کمې کړې دي او همداراز یې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او امنیتي موخې پیاوړې کړې دي. دا کارپوهان ټینګار کوي چې د چین منځګړیتوب د درې اړخیزې غونډې له لارې افغانستان ته غوره اقتصادي او سیاسي فرصتونه برابر کړي، چې له دې ډلې هم پاکستان سره د کابل اړیکو پراخول یې یوه برخه ده.
که موضوع په لنډو کې راټوله کړو، افغانستان ته د پاکستان له لوري د سفیر را لېږدل کېدای شي د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو ښهوالي لپاره یو مهم ګام وي، خو په دې شرط چې پاکستان پر خپلو ژمنو ودرېږي او د افغانستان پر وړاندې له دوهګوني سیاست لاس په سر شي.