د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې اعلان کړی چې، اسلامي امارت له اسلامي نړۍ سره د اسلامي ورورګلوۍ پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او له نورو اسلامي هېوادونو سره هم د اسلامي اصولو پر بنسټ ګټورې اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت د مشر په پیغام کې له ټولو خواوو غوښتل شوي چې د افغان ولس عقایدو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. په پیغام کې په دې هم ټینګار شوی چې اسلامي امارت د مسلمانانو پر وړاندې هر ډول ظلم او د هغوی د حقونو سرغړونه ظلم ګڼي او په سختو ټکو یې غندي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه زیاتوي: « د مسلمانانو عزت، کامیابي او سر لوړي د دوی په اتحاد، ورورولۍ او يووالي کې ده؛ نن چې د اختر مبارکه ورځ ده، نو تاسو ټول خپل اتحاد او یووالی لا پياوړی کړئ او د هر ډول سمتي، ژبني او قومي تعصباتو څخه ځانونه وساتئ. الحمد لله د اسلامي امارت په راتګ سره افغانانو ته الله تعالی له کلونو کلونو مخالفتونو او جګړو وروسته د وحدت او اتفاق ښه فرصت برابر كړی دی، راځئ له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلو، خپل وحدت او یووالی چې زموږ ټولو د بریا او عزت راز دی لا زیات محکم او پیاوړی کړو، د دښمنانو دسیسو ته متوجه واوسو، له خپل اسلامي او شرعي نظام او حاکمیت څخه په هر میدان کې کلکه دفاع وکړو او د همدې نظام تر چتر لاندې په عزت او حریت کې ژوند وکړو.»
شیخ هبت الله اخوندزاده په خلکو غږ وکړ چې له اختلافاتو او شخړو ډډه وکړي او د خلکو ترمنځ یووالي او پیوستون پیاوړی کړي. هغه ټینګار وکړ چې خلک باید له قومي، ژبني تعصب څخه ډډه وکړي
د اسلامي امارت مشر د خپل پیغام په یوه بله برخه کې د امر بالمعروف وزارت فعالیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا اداره په ټولنه کې د فساد مخنیوي لپاره کار کوي. هغه له خلکو او نورو دولتي ادارو وغوښتل چې د فساد کمولو او د ټولنې د اصلاح لپاره له دې وزارت سره همکاري وکړي.
حمدالله فطرت په دې اړه زیاتوي: «الله تعالی موږ او تاسو د فاسد او غیر شرعي نظام په بدل کې د اسلامي شرعي نظام او د ښه امنیت څښتنان کړي یو، نو باید موږ او تاسو د دې ستر نعمت ډير شکر ادا کړو. تاسو کوښښ وکړئ لکه څنګه مو چې د شرعي نظام د راستلو لپاره قربانۍ ورکړې دي، هغسې د اسلامي شرعي نظام ساتنه او د مسئولینو پوره اطاعت وکړئ، د اسلامي نظام د استحکام لپاره کوښښ وکړئ او د هر قسم اختلافاتو څخه ځانونه وساتئ.»
د اسلامي امارت مشر د خبرو په پای کې وویل چې د لسیزو جګړو وروسته، افغانستان اوس داسې پړاو ته رسیدلی چې په کې ټولیز امنیت او ثبات ټینګ شوی او خلک باید د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره کار وکړي.