له زلزله ځپلو سره ژمنې؛ ګڼو کورنیو او بهرنیو بنسټونو د مرستو ټټر وهلی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هېواد په شمالي ولایتونو کې د تیرې شپې زلزلې له امله، ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له دې پیښې له زیانمو سره خپله خواخوږې څرګنده کړې ده.

په کابل کې د ایران او جاپان سفارتونو ویلي، چې چمتو دې څو له زیانمنو سره خپلې مرستې وکړي.

تیره شپه شاوخوا یوه بجه، د ۶.۳ ریختر په اندازه یوې سختې زلزلې، د بلخ ولایت په ګډون څو ولایتونه ولړزول او خلک یې له خواږه خوبه راویښ کړل. دې پیښې د هیوادوالو ترمنځ اندیښنه خپروه او دا شپه یې د ځینو خلکو لپاره په یوې نه هیریدونکي او له ډار او اندیښنې ډکې شپې واړوله.

په مزار شریف کې د تیرې شپې زلزلې وروسته، د بلخ اوسیدونکي د ویرې له امله دښتو ته راووتل او په یخنۍ کې یې ټوله شپه بهر سبا کړه.

له زلزلې وروسته ملګرو ملتونو، ځینې هېوادونو او ځینو مرستندویه بنسټونو له زیانمنو سره مرستو ته راودانګل.

ملګرو ملتونو پر ایکس پاڼه لیکلي، چې ددې بنسټ مرسنتدویه ډلې په بیړې سره د زلزلې ځای ته رسیدلي، څو اړتیاوې وارزوي او زیانمنو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«زموږ ټیمونه او شریکان د افغانستان په شمال کې په زلزله ځپلو سیمو کې شته، څو اړتیاوې وارزوي او بیړنۍ مرستې ورورسوي»

همداراز په کابل کې د جاپان سفارت په یوه اعلامیه کې د هېواد په شمال کې د زلزله ځلپو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او ویلې یې دي، چې جاپان حالت څاري او چمتو دی له زلزله ځپلو خپل ملاتړ وکړي.

د جاپان سفارت له لوري په خبرپاڼه کې راغلي:«موږ د افغانستان په شمال کې د زلزلې د خبر په اوریدلو سره سخت خواشینی شو. موږ د هغه کسانو کورنیو ته چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی، ژوره خواخوږي څرګندوو. جاپان وضعیت څاري او د زیانمنو کسانو د ملاتړ لپاره چمتو دی».

په افغانستان کې د ایران سفارت د تیرې شپې د زلزلې له زیانمنو سره د خواشینۍ په څرګندولو سره په ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان له خلکو سره به لازمې مرستې وکړي.

د ایران سفارت له لوري په خبرپاڼه کې راغلي:« ایران د افغانستان د خلکو ترڅنګ دی او د ځایي چارواکو سره د مشورې او د اړتیاوو د ارزونې وروسته به اړینې مرستې وکړي»

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزد هم په دافغانستان په شمال کې د زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړي.

د ویلو ده، چې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان ختیځ ولایتونه هم د یوې مرګوني او ویجاړوونکې زلزلې شاهدان وو، د رسمي شمېرو له مخې په هغې زلزله کې نږدې ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او نیږدې ۴۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *