سرچینه: اسلامي امارت د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته بلل شوی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: یوه ډیپلوماټیکه سرچینه آفاق خبري آژانس ته وایي، چې تمه ده د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د روانې اونۍ سه‌شنبې په ورځ چین کې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون وکړي. د دې سرچینې په خبره، تمه ده د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه کې د ناظر په توګه ګډون وکړي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ویلو ده، چې د چین تیانجین ښار به د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي. په دې غونډه کې د خبرو اترو اصلي محور، د یاد سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ناستې ته چمتووالی او د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا په موخه د تګلارو ارزونه ده.

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د شانګهای همکاریو سازمان کولی شي، سیمه‌ییزو تعاملاتو ته د افغانستان د تدریخي ورګرځېدو زمینه برابره کړي. د دوی په باور، سره له دې چې افغانستان د دې سازمان دایمي غړیتوب نه لري، خو جیوپولیټیکي موقعیت ته په کتو، افغانستان تل د دې سازمان د غړو پام را اړولی دی.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی دې غونډې ته د اسلامي امارت پلاوي د بلنې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د شانګهای سازمان غړو هېوادونو وروستیو څلورو کلونو کې د افغانستان په اړه اندېښنې درلودې او د دې سازمان غونډو ته د بېرته ګرځېدو په اړه یې وړاندیزونه مطرح کړي دي. له څلور کلنې دمې وروسته، په دې غونډه کې د افغانستان استازو ته بلنه ورکول، د دې سازمان د غړو او سیمې هېوادونو له لوري د سترو زبرځواکونو د ګټو او برنامو پر وړاندې د یوې حساب شوې او متوازنې تګلارې ښکارندویي کوي. همداراز په دې غونډه کې د افغانستان حضور د همکاریو دوام او د افغانستان او سیمې خلکو اندېښنو ته د رسېدنې په پار ضروري دی.»

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د شانګهای همکاریو سازمان یو مهم او ستر سیمه‌ییز بنسټ دی. که څه هم افغانستان تر اوسه د دې سازمان دایمي غړیتوب نه لري، خو د سټراټیژیک او جیوپولیټیکي موقعیت له امله یې، تل د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو په برخه کې رغنده رول لوبولی دی. تر دې وړاندې هم د افغانستان استازو د شانګهای همکاریو سازمان په غونډو کې د ناظر په توګه ګډون کاوه، خو د سرپرست حکومت پلاوي ته بلنه ورکول، ښایي، د افغانستان په اړه د سیمې ځینو هېوادونو د تګلارې بدلون نتیجه وي. په حقیقت کې دا بهیر کولی شي د سیاسي، اقتصادي او د افغانستان او غړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو او همکاریو پراختیا زمینه برابره کړي.»

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج د شانګهای همکاریو سازمان کې د چین او روسیې رول په اړه وایي: «چین او روسیه هڅه کوي، چې د شانګهای همکاریو سازمان له سیمې ور ها خوا، په یوه نړۍوال ځواکمن بنسټ بدل کړي. په دې لړ کې افغانستان هم په یوه داسې موقعیت کې قرار لري، چې روسیې په رسمیت پېژندلی او د روسیې ځینې نور متحدین هم افغانستان سره د تعامل په اړه مثبت لیدلوری لري. دا وضعت کېدای شي د افغانستان به ګټه تمام شي او ښې پایلې ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته، تېرو څلورو کلونو کې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان استازي ته بلنه نه وه ورکړل شوې، خو وروستیو کې د اسلامي امارت پر وړاندې د یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول چین او روسیې په تګلارو کې بدلون، هغه څه دي، چې د یاد سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د ګډون هڅې کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد