د کابل- دوشنبې د دیپلوماسۍ پیاوړتیا؛ په تاجیکستان کې د افغانستان سفارت د پرانیستلو لپاره خبرې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او دوشنبې ترمنځ د دیپلوماسۍ د ښه کېدو په لړ کې، سرچینو آفاق خبري آژانس ته منلې، چې نن د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت او امنیتي بنسټونو یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی.

 دا سفر په تیرو څلور کلونو کې کابل ته د دوشنبې له مستقیمو اړینو اړیکو شمېرل کیږی، چې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراخیتا په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوی دی.

سرچیني تاییدوي، چې د خبرو اترو یو له مهمو موضوعاتو څخه به په دوشبنې کې د افغانستان د سفارت پرانیسته وي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي:« تاجیکستان په تېر کې د افغانستان اسلامي امارت ته د دښمن په توګه کتل او له موږ سره یې ښې اړیکې نه درلودې، خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وتوانېد چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړولو بهیر پیل کړي. نن افغانستان ته د تاجیکستان د پلاوي سفر ممکن شوی، څو په تاجیکستان کې د افغانستان سفارت او په کابل کې د تاجیکستان  دیپلوماتیکي بنسټ پرانیستل شي. دغه اقدام به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهمه ونډه ولري.»

کابل ته د تاجیکستان د پلاوي سفر او په افغانستان کې د دوشنبې سفارت پرانیستلو موضوع رابرسیره کیدو سره، اوس پوښتنه دا ده چې دا بدلون به څومره وکولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکو ته بدلون ورکړي او ایا افغانستان به د کابل او دوشنبې ترمنځ د اړیکو د نوي څپرکي شاهد وي؟

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وایي:« تاجیکستان د سفارت جوړولو او په سيمه کې د نورو هېوادونو د اقداماتو لپاره، د هر هېواد ګټو د ساتنې هڅه کوي. په تیرو څلورو کلونو کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو کمزوري فعالیت ډیری هېوادونه دې ته اړ کړي چې په خپلواکه توګه له افغانستان سره تعامل وکړي.  له اسلامي امارت سره د تاجیکستان د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړول هم د دې کمزورۍ پایله ده. هېوادونه هڅه کوي خپل رول او ګټې په سیمه کې تثبیت کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق  وایي:« پاکستان له افغانستان سره اوږده پوله لري او هغه اندېښنې چې په تېر کې یې لرلې لا هم شته، په ځانګړي ډول د امنیت اندېښنې. خو په هر حال، هر څومره چې د افغانستان او تاجکستان اړیکې ښې او نږدې شي، کولی شي د دې اندېښنو په کمولو کې مرسته وکړي. له اقتصادي اړخه هم دا همکاري ښه فرصت دی، چې افغانستان خپلې سوداګریزې اړیکې د منځنۍ آسیا هېوادونو سره پراخې کړي او تاجیکستان هم غواړي په دې برخه کې فعاله ونډه ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي.

د بلخ والي تاجیکستان ته سفر درلود او هلته یې د یاد هېواد له چارواکو سره لیدلي دي.

د تاجیکستان ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې ویلي، چې تاجیکستان په افغانستان کې له سولې، ټیکاو، اقتصادي او ټولنیز پرمختګه ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *