آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د جګړې د ته پای ته رسېدو لپاره د قطر پلازمېنه دوحه کې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوو او په دغه هوکړه لیک کې دواړو لورو د یو بل پر حریم د نه تیري او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او دغه راز پر ملکي او امنیتي تاسیساتو د بریدونو نه کولو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
دې حقیقت ته په کتو چې افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د کارونې او زیان رسولو تګلاره نه لري او په وروستۍ هوکړه کې یې هم د ژمنتیا ترڅنګ، د یاد اوربند د دوام هیله څرګنده کړې ده. خو له یادې هوکړې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف، له اسلامي امارت سره اوربند مشروط او ماتیدونکی بللی دی، نوموړي ویلي، اوربند به تر هغو دوام وکړي چې اسلامي امارت د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د ورتګ او بریدونو د مخنیوي مانع شي. هغه شرط چې اسلامي امارت په ځلونو په دې تړاو ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان خاوره هیڅکله د چا پر ضد نه ده کارول شوې او راتلونکي کې به هم دې چارې ته اجازه ورنکړي.
د پاکستان او افغانستان د ګاونډیتوب تاریخ ته په پام، یاد هېواد تل د خپلې ادعا پر خلاف د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارولې او ټول حکومتونه یې له ستونزو او سرخوږي سره مخ کړي دي، د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان له پیدایښت راهیسې، په افغانستان کې هیڅ یو نظام د پاکستان له شر څخه په امان نه دی پاتې شوی او دا هېواد د یوې سرطانې دانې په توګه د افغانستان د حکومتونو او مهمو تاسیساتو د له منځه وړلو لامل شوی او په دې تړاو ګڼې بیلګې هم شته چې پاکستان له بیلابیلو ټکټونو په ګټنې افغانستان کې د جګړې اور ګرم ساتلی او له همدې جګړو او وضعیت څخه په ګټنې یې ځان چاغ کړی دی.
دغو ټولو مواردو او د پاکستاني چارواکو وروستیو اقدماتو ته په پام پاکستان د تیر په څیر یو ځل بیا د ډیورنډ فرضي کرښې د موضوع د روښانه کېدو ډول غاړې ته اچولی او وخت ناوخته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د یادې فرضي کرښې په تړاو خپلې غوښتنې مطرح کوي، خو اسلامي امارت د افغانستان د پخوانیو نظامونو په څیر په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړی او ویلي یې دي چې دا موضوع په حکومتونو پورې نه بلکې ولسونو پورې اړه لري او د دې حق پریکړه باید ولسونه وکړي چې په وینا یې د حکومت له صلاحیته لوړه خبره ده.
پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په لومړیو کې پاکستاني لوري نه یوازې ښې او عادي اړیکې درلودې بلکې استخباراتي لوړپوړي چارواکي یې د یو مانور په توګه کابل ته راغلل او په سرینا هوټل کې یې د چایو پیالې په پورته کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ښه تجربه لري، خو د لنډ وخت په تیریدو سره اسلامي امارت د خپلې کابینې په اعلانولو او چارو له ترلاسه کولو وروسته د پاکستان د دا ډول مانورو د مخنیوي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلې د لاسونو پر لنډولو پیل وکړ. هغه اقدام چې د اسلامي امارت پر وړاندې یې د پاکستان غوسه را وپاروله او یو ځل بیا یې د اسلامي امارت پر وړاندې خپله تګلاره ۱۸۰ درجې بدله کړه، که څه هم اسلامي امارت په ځلونو هڅه وکړه چې له پاکستان سره راپورته شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دوو مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو په توګه دوه اړخیزې دیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې ولري، خو پاکستاني لوري چندان لیوالتیا څرګنده نه کړه او د خبرو اترو پرځای یې پر نړیوالو سټیجونو له افغانستانه د ترهګرۍ او د پاکستان پر وړاندې د ګواښ د پیښیدو په اړه آوازې خپرې کړې، خو له ټولو ادعاوو سره سره یې هیڅکله هم داسې اسناد او شواهد وړاندې نه کړای شوای چې خپله ادعا ثابته کړي.
دقیقا پاکستان نړیوالو په ځانګړې توګه لویدیځ ته د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره په کابل کې هوایي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې په دې بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي مشر نورولي محسود موخه ګرځولی دی، هغه ادعا چې په سهار یې درواغ ثابته شوه او نورولي محسود له پاکستانه د ویډیو په خپرولو سره وویل، دی ژوندی دی او په پاکستان کې دی.
له دې برید وروسته نړیوالو سازمانونو او ګڼو هېوادونو د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم د نقض پر وړاندې غبرګون وښود او دا چاره یې په سیمه کې د بې ثباتۍ لپاره ستر خطر یاد کړ، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، د پاکستان هڅه یو ځل بیا ناکامه وه او دغه هېواد دې د خپلو ستونزو د حل لپاره په کوردننه له وسله والو مخالفینو سره خبرې اترې وکړي، دا هغه شېبه وه چې اسلامي امارت د خپل هوایي حریم د نقض په غبرګون کې په ډیورنډ فرضي کرښه کې غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل او د دواړو لورو ترمنځ جګړې زور واخیست، خو د قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب دغه جګړه ودریده او دواړو لورو ۴۸ ساعته اوربند وکړ، چې دا اوربند یو ځل بیا په پکتیکا کې د پاکستان د هوایي برید له امله نقض شو او دواړو لورو بیا پر جګړې لاس پورې کړ.
تر دې ټولو پېښو وروسته پاکستاني لوري د اوربند غوښتنه وکړه او د قطر په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکي د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کړ، هغه هوکړه لیک چې افغان لوری یې پر دوام ژمنتیا څرګندوي او پاکستانی لوری یې ماتیدونکی ګڼي.
د پاکستاني چارواکو څرګندونو او وروستیو اقداماتو ته په پام، د پاکستان اصلي موخه پر اسلامي امارت فشار راوړل او د ډیورنډ فرضي کرښې په ګډون پر اسلامي امارت د خپلو غوښتنو منل دي، خو د پاکستان دا خیال غلط دی او هیڅکله به یې هم دا خوب په حقیقت بدل نه شي، ځکه اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې ډیورنډ فرضي کرښه د دوی لپاره سره کرښه او د زمانې د جبر له امله د افغانانو پر ټټر یو تحمیلي خنجر دی.
پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې دا اوربند ماتیدونکی ګڼي؟ د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان په کوردننه له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او له یادو ستونزو د خلاصون او د ولس د پام اړولو لپاره په ورته اقداماتو لاس پورې کوي او د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم د نقض یوه موخه هم د ډیورنډ فرضي کرښې د موضوع روښانه کېدل وو، هغه څه چې افغان لوري په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړی او په دې اړه پریکړه د ولسونو حق ګڼي.
د شنونکو په باور که پاکستان له خپلو دغو ناروا غوښتنو لاس پر سر نه شي او خپلې ناکامې تګلارې ته دوام ورکړي په سیمه کې به د بې ثباتۍ، نا امنۍ اور بیا ګرم کړي او پاکستان به د همدې اور خوراک او بلاخره له منځه ولاړ شي.
پایله:
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي اوربند هوکړه لیک، که څه هم د یو مهم سیاسي پرمختګ په توګه یادېږي، خو د پاکستان له لوري یې د مشروطیت اعلان د دغه هوکړه لیک د ثبات پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي. افغانستان، د اسلامي امارت په مشرۍ، تل ټینګار کړی چې د خپلې خاورې د نورو پر ضد له کارونې ډډه کوي، خو پاکستان بیا د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو او سیاسي فشار د واردولو لپاره د افغانستان پر وړاندې متضاد دریځونه خپل کړي دي. د سیاسي شنونکو په باور، که پاکستان خپلې مداخلې او ناروا غوښتنې پای ته ونه رسوي، نه یوازې د اوربند راتلونکی به له خطر سره مخ شي، بلکې سیمه به یو ځل بیا د نا امنۍ او بېثباتۍ په لور ولاړه شي، چې تر ټولو ستر زیان به یې بیا خپله پاکستان ته ورسېږي.
