آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروسته له هغه چې د روان لمریز کال د لېندۍ په ۱۴مه، نېټه پاکستاني پوځ یو ځل بیا د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف او د اوربند هوکړې په نقضولو سره، د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې لسو ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته؛ تازه د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ویلي، چې دوی کابل ته ښکاره پیغام لېږلی، څو د اسلامآباد او «ټيټيپي» ترمنځ یو انتخاب کړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، منیر دا څرګندونې په راولپنډۍ کې د دفاعي ځواکونو یوې غونډې ته کړې. هغه نوي ډیلي ته هم خبرداری ورکړی، چې که پر پاکستان برید وکړي، نو له سخت او پرېکنده غبرګون سره به مخامخ شي.
د عاصم منیر له دې څرګندونو سره هممهاله، د دغه هېواد پخواني لنډمهاله لومړي وزیر او د عوامي ګوند مشر شاهد خاقان عباسي بیا د اسلامآباد پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې جګړه هېڅکله د ملي او سیمهییزو ستونزو حل نشي کېدای، بلکې ټینګار یې کړی، چې د پاکستان ټول سیاسي مشران باید سره را ټول او د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره غور او له سره یې وارزوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني چارواکي له اسنادو او شواهدو پرته د افغانستان په اړه ورته ادعاوې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم وخت ناوخته د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر کابل اچولې او ان تر دې چې د استانبول په مذاکراتو کې یې له افغانستانه د اسلامآباد د امنیت ټینګښت تمه درلوده. که څه هم اسلامي امارت د پاکستان د دفاعي ځواکونو د وروستیو څرګندونو په تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي، چې پاکستان کې امنیتي پېښې او نا امني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده او ټینګار یې کړی، چې پاکستان دې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي.
وروسته له هغه چې د روان زېږدیز کال د اکتوبر په ۹مه نېټه پاکستاني پوځ د ټولو نړۍوالو قوانینو او اصولو خلاف د افغانستان پر خاوره هوایي برید وکړ او ورپسې د اسلامي امارت ځواکونو په غچاخیستونکو بریدونو لاس پورې کړ، د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې شوې، چې ورپسې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب مذاکرات پیل او پر اوربند هوکړه وشوه، خو پاکستاني لوري تر اوسه څو ځله د اوربند له هوکړې هم سرغړونه کړې او په خپلو بریدونو کې یې ګڼو عامو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو او ناندریو دوې میاشتې کېږي او دواړه لوري له څلور پړاوه مذاکراتو وروسته، لا هم د ستونزو هواري په پار هوکړې ته نه دي رسېدلي او پاکستانی لوری وخت ناوخته د افغانستان پر وړاندې د زور او ګواښ ژبه کاروي، په داسې حال کې چې له کوم موجه دلیل پرته د مذاکراتو له مېزه تېښته کوي او یا هم داسې غوښتنې مطرح کوي، چې هغه افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري، بلکې هغه د پاکستان خپلې کورنۍ ستونزې دي.
د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې، چې ګواکې د دوی په نا امنۍ کې افغانستان لاس لري، نه عملي او نه هم حقیقي دي؛ ځکه ټيټيپي په ۲۰۰۲ کال کې خپله د پاکستاني پوځ د ظلمونو او ناوړه سیاستونو په نتیجه کې رامنځته شوې ډله ده. د دې ترڅنګ پاکستان له بلوڅانو سره هم ګڼې ستونزې لري، له خپلو سیاسي ګوندونو سره هم شپه او ورځ په جنګ دی، اقتصاد یې هم د هرې ورځې په تېرېدو سره پاشل کېږي او میلیاردونه ډالر پوروړی دی؛ نو که چېرې د پاکستان په ستونزو کې اسلامي امارت لاس لري، نو دا ستونزې خو تازه نه دي، بلکې له کلونو راهیسې دوام لري.
د چارو شنونکي د پاکستاني چارواکو څرګندونې او د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد په دریځ کې بدلون، د اسلامآباد سیاست نه، بلکې د واشنګټن سیاست او تګلاره بولي، چې تر شا یې ښایي لویه سناریو پرته وي. دوی باور لري، چې پاکستان په سیمه کې د غربیانو د چوکیدار رول لوبوي او له کلونو راهیسې یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او نورو پلمو، سیمه کې د امریکا پروژې پلي کړې او له دې لارې یې ځان تغذیه کړی دی؛ په داسې حال کې چې دغه هېواد خپله د ترهګرۍ ملاتړی، روزونکی او هغوی ته د پټنځایونو برابروونکی دی.
پاکستان دا مهال د امنیتي او سیاسي ستونزو ترڅنګ، سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی؛ دغه هېواد د خپلو ناسمو تګلارو له امله د افغانستان په څېر مهم سوداګریز مارکېټ هم له لاسه ورکړی او بیه یې د دغه هېواد عام وګړي پرې کوي. سربېره پر دې، هلته د حکومت او سیاسي ګوندونو، په ځانګړي ډول د عمران خان د پلویانو ترمنځ هم ناندرۍ اوج ته رسېدلي او پاکستاني چارواکي د دې لپاره چې خپلې ناکامۍ پټې، عمومي افکار مدیریت او د حکومت ضد پاڅون د پراختیا مخه ونیسي، نو هڅه کوي د افغانستان او هند پر وړاندې څرګندونو سره د ولس پام بلې خواته واړوي؛ هغه تګلاره چې پاکستان یې له کلونو راهیسې عملي کوي او بار د دغه هېواد عام وګړي په اوږو وړي.
پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانستان په ملامتولو سره خپلې ګټې خوندې کړې او لا هم په همدې تګلاره باور لري، خو د سیمې شرایطو ته په کتو، داسې ښکاري چې پاکستان نور په دې تګلاره کې ناکام دی او باید د سیمې، په ځانګړي ډول افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي. دا چې پاکستاني چارواکي له شواهدو او اسنادو پرته وخت ناوخته د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي، دا نه منطقي او نه هم عملي ده؛ ځکه په پاکستان کې د روانو ستونزو ریښه کورنۍ ده او دا ستونزې د اسلامي امارت په راتګ سره نه دي را پیدا شوې، بلکې له کلونو راهیسې دوام لري او احیاناً که پاکستان کومه ملاحظه او یا شک لري، نو د زور پر ځای دې د مذاکرې او تفاهم لار خپله کړي.
که پاکستاني چارواکي فکر کوي، چې په دا ډول تبلیغاتو به بیاځلي له لوېدیځ پیسې را ټولې او په مقابل کې به د هغوی ګټې خوندي کړي، نو ضرور ده چې د سیمې اوسنی وضعیت او بدلونونه هم په دقت سره مطالعه کړي؛ د سیمې اوسنی وضعیت د ۱۹۹۰ لسیزو په څېر نه دی، هر څه بدل شوي، ملامت او سلامت ټولو ته معلوم دي، اسلامي امارت د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې کلکه مبارزه کړې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترڅنګ، د سیمې نورهېوادونه هم د دې هڅو پخلی او ننداره کوي. پاکستان ته په کار ده، چې په خپل څنګ کې یو پیاوړی، خپلواک او پر ځانبسیا افغانستان وزغمي او نور په سیمه کې د لوېدیځ د ګټو لپاره د سناریوګانو له طرحه کولو لاس واخلي؛ که دا ونه کړي لرې نه ده چې د لګېدلي اور لمبې به لا پراخې او دا ځل به د نورو پر ځای، خپله اسلامآباد سوځېږي.
