متحده عربي اماراتو د غزې تړانګې په سویل کې د اسراییلي پوځیانو تر کنټرول لاندې، د زرګونه فلسطینیانو د مېشتېدو لپاره داسې طرحې برابرې کړې، چې له مخې یې یو استوګنیز کمپلکس جوړ کړي. هغه نقشه چې رویټرز خبري آژانس او له دې طرحې سره تړلو کسانو ترلاسه کړې، ټاکل شوې د «متحده عربي اماراتو لنډمهاله استوګنیز کمپلکس» رفح ښار ته څېرمه جوړ شي؛ هغه ښار چې یو وخت یې څه باندې ۵۰۰ زره نفوس درلود، خو اوس نږدې په بشپړه توګه د اسراییلي ځواکونو له خوا ویجاړ شوی او هېڅوک پکې نه اوسېږي.
رفح د مصر پولې ته نږدې موقعیت لري او هغه ځای بلل کېږي چې تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ، د غزې بیارغونه له همدې ساحلې سیمې پیل شي؛ هغه طرحه چې له دوه کلنې ویجاړوونکې جګړې وروسته، د دې ګڼ مېشتې سیمې لپاره د تلپاتې سولې موخه پکې نغښتې ده. د رویټرز خبري آژانس خبریال الکساندر کورنول په خپل راپور کې لیکلي، چې مالي ملاتړ کوونکي هېوادونه د دې پروژې د تمویل لپاره لېوالتیا نهلري؛ ځکه هغوی وېره لري، چې د حماس بېوسلې کولو پر سر اختلافات، ښایي ښکېلې خواوې بېرته پراخې جګړې ته وګرځوي. په همدې حال، ډیپلوماټانو ویلي چې د دې اماراتي پروژې د سیاسي عملي کېدو په اړه هم شکونه شته، ځکه ډېری فلسطینیان ښايي د اسراییلو تر کنټرول لاندې سیمو کې مېشتېدو ته زړه ښه نه کړي، حال دا چې د غزې ډېری ولسي وګړي اوس هم د حماس تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي.
د دې طرحې له جزیاتو خبرو څلورو ډیپلوماټانو ویلي، چې د امریکا په مشرۍ د ټرمپ په طرحه کې د څو ملیتي ماموریت رامنځته کېدل شامل دي او دا طرحه د غزې لپاره د اسراییل په سویل کې پلي کېږي، هغه سیمه چې اماراتي چارواکو په همدې چوکاټ کې د رفح لپاره د لنډمهاله استوګنځایونو او لومړنیو خدماتو د برابرولو په اړه خپل پلانونه شریک کړي دي. په دې نقشه کې ښکاري، چې د اماراتو له لوري جوړېدونکي استوګنځایونه به «ژېړې کرښې» ته نږدې وي؛ دا هغه کرښه ده چې د تېر اکتوبر په اوربند کې د اسراییلو او حماس تر کنټرول لاندې سیمو کې، د پولې ټاکلو لپاره منل شوې وه. یوه اماراتي چارواکي ویلي چې هېواد یې «په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه هڅو پراخولو ته ژمن دی»، خو د لنډمهاله استوګنځایونو د جوړولو طرحه یې نه تایید او نه هم رد کړې ده.
یوه ډیپلوماټ ویلي چې اسراییلي پوځ، د مدیترانې له ساحل تر رفح ښار پورې سیمه پاکه کړې، څو د لنډمهاله استوګنځایونو پروژو، په ځانګړي ډول د متحده عربي اماراتو له لوري د پلان شویو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي. دغو دیپلوماټانو زیاته کړې چې دا اماراتي نوښت د امریکا له هغې طرحې سره ورته دی، چې غواړي د غزې په هغو سیمو کې چې لا هم د اسراییلو تر کنټرول لاندې دي، د فلسطینیانو لپاره موقتي کورونه جوړ کړي. د دوی په وینا، امریکايي چارواکو په پیل کې دا طرحه «بدیله خوندي ټولنه» بللې وه او وروسته یې ورباندې «پلان شوې ټولنه» نوم کېښود. یوه امریکايي چارواکي ویلي چې متحده عربي امارات د استوګنې دا طرحه د واشنګټن، د «سولې پلاوي» سره شریکه کړې، هغه پلاوی چې ډونالډ ټرمپ په نړۍواله کچه د شخړو حل لپاره جوړ کړی او د متحده ایالتونو تر ملاتړ لاندې «فلسطیني کمېټې» سره همغږي کوي؛ هغه کمېټه چې ټاکل شوې راتلونکي کې غزه تړانګه اداره کړي.
امریکايي چارواکي هیلهمن دي، چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې سیمو کې د استوګنځایونو جوړول به د حماس بېوسلې کولو پر لور یو غوره ګام وي او د غزې اوسېدونکي به وهڅوي چې د حماس تر کنټرول لاندې سیمې پرېږدي. په سوفان څېړنیز مرکز کې د منځني ختیځ کارپوه، کنت کاتزمن، ویلي چې «بدیله خوندي ټولنه» د دې لپاره طرحه شوې، څو له دې لارې په استفادې، حماس غورځنګ په تدریجي ډول منزوي کړي، خو د دې لپاره چې اغېز ولري، باید په لویه کچه دا ډول پروژې پلي او سلګونه زره فلسطینیانو ته د اوسېدو زمینه برابره کړي. هغه وویل: «یوازې د ګوتو په شمېر استوګنیزې پروژې، حماس نشي ماتولی. د اغېزمنتیا لپاره باید په پراخه کچه کار وشي.»
دغو څلورو ډیپلوماټانو شک څرګند کړی، چې آیا فلسطینیان به په پراخه کچه د اسراییلو تر کنټرول لاندې سیمو ته کډه وکړي او دا پوښتنه یې مطرح کړې، چې آیا له دا ډول وړاندیزونو سره د غزې تړانګې د دایمي وېش ګواښ مل نه دی؟ اسراییلي پوځ دا مهال د غزې شاوخوا ۵۳ سلنه برخه، په ځانګړي ډول د دې تړانګې سویلي برخه «رفح» ښار تر کنټرول لاندې لري. د دې تړانګې پاتې سیمې بیا د حماس غورځنګ تر کنټرول لاندې دي؛ هغه سیمې چې نږدې دوه میلیونه فلسطینیان پکې تر خیمو او کنډوالو لاندې کمپونو کې ژوند کوي.
