ایران د امارت اسلامي پلاوي چې مشري یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوله، د تهران ډیالوګ غونډې ته بلنه ورکړې وه د دې سفر یوه ځانګړنه، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه وه، د آفاق خبري آژانس د سیاسي خپرونو چلوونکي حامد بهرام د تهران غونډې او د افغانستان او ایران ترمنځ اړوند موضوعاتو باندې د اقتصاد وزارت له مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري او د تهران غونډې ته، د استول شوي پلاوي له غړي سره مرکه کړې ده.
حامد بهرام:
ښاغلی معین صاحب، تاسو چې د امارت اسلامي له استول شوي پلاوي سره تهران ته تللي وئ، د تهران د ډیالوګ مجمعې د جوړېدو هدف څه و؟ او کومو لومړیتوبونه پکې په پام نیول شوی وو؟
عبداللطیف نظري:
بسم الله الرحمن الرحیم، دا ناسته د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د تحولاتو د ارزونې لپاره یوه مهمه موقع وه، ځکه چې افغانستان هم د دغو تحولاتو څخه اغېزمن دی. د دې لیدلوري له مخې، د ناستې اساسي هدف دا و چې افغانستان د سیمې د اقتصادي دهلېز په توګه، او د خپل جیوپولیتیک، جیواکونومیک او حتی جیواستراتیژیک موقعیت له امله، د ناستې په محور کې ځای پر ځای شي. د ناستې له جدي بحثونو څخه یو هم د افغانستان د سیاسي ثبات، اقتصادي وضعیت او سوداګرۍ اړوند موضوعات وو. په دې توګه، د تهران ناسته د افغانستان او شاوخوا سیمې د تحولاتو او همدارنګه د لوېدیځې آسیا او منځني ختیځ د تحولاتو د بیاکتنې او ارزونې لپاره یوه مهمه موقع وه او له دې اړخه دا ناسته زموږ لپاره فوقالعاده مهمه وه.
حامد بهرام:
معین صاحب، د افغانستان رول په دې غونډه کې څنګه تعریف شوی و؟ او ستاسې له نظره، کومې ناستې او سلا مشورې چې ترسره شوې، آیا دا تمه کېږي، چې له دې ناستې وروسته هم په افغانستان او هم په ایران کوم بدلونونه رامنځته شي؟
عبداللطیف نظري:
په دې ناسته کې افغانستان د خبرو اترو اصلي محور و، خو هغه موضوعات چې ځانګړې پاملرنه ورته وشوه، د مهاجرینو مسئله وه دا موضوع د افغانستان د پلاوي او د ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ وڅېړل شوه او ښه پرمختګونه هم وشول، چې هیله لرو عملي بڼه غوره کړي دوهم بحث د حقآبې موضوع وه، چې تل د ایران لپاره یوه اندېښنه وه، خو له نیکهمرغه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له خوا شوې خبرې د ایراني لوري قناعت حاصل کړ او ټینګار یې وکړ، چې که په افغانستان کې اوبه موجودې وي، له ایراني ملګرو به یې ونه سپموو، همداراز، په افغانستان کې باید د وچکالۍ او اقلیمي بدلون موضوع هم په پام کې ونیول شي، درېیمه موضوع په دې ناسته کې، د اقتصادي او ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا وه، چې دواړو خواوو پرې ټینګار وکړ، له نیکه مرغه، ایراني پانګوال لیوالتیا لري چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې دا به د دواړو ملتونو په ګټه وي او موږ یې هرکلی کوو بله موضوع د سیمې تحولاتو په اړه وه، چې په دې برخه کې هم ګډ نظرونه موجود وو، په حقیقت کې د امنیتي مسایلو په اړه هم خبرې وشوې، لکه د مخدره موادو قاچاق سره مبارزه او د هغو ډلو پر وړاندې اقدامات، چې د دواړو هېوادونو نظم او امنیت ته ګواښ پېښوي، چې حتی د سیمې پر تحولاتو منفي اغېز کولی شي او د خبرو اترو جمع بندي کې د ټولو دغو موضوعاتو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ یو ګډ نظر موجود و.
حامد بهرام:
آیا په دغه لیدنه کې په مشخص ډول له کوم هېواد یا ډلې څخه نوم اخیستل شوی و، چې د افغانستان، ایران او سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي؟
عبداللطیف نظري:
وګورئ، ځينې له پولو هاخوا ډلې شته چې نه يوازې ايران او افغانستان، بلکې د نړيوال نظم او سيستم لپاره هم ګواښ بلل کېږي نه یوازې افغانستان او ایران بلکه نړيواله ټولنه هم له دې امله اندېښمنه ده او غواړي چې دا بهير داسې مدیريت شي، چې د دغو ډلو د پراخېدو او پرمختګ زمينه له منځه ولاړه شي، افغانستان او ايران له نورو هېوادونو ډېر د دې بهير تر اغېز لاندې دي او لا به هم اغېزمن وي.
حامد بهرام:
يعنې لږ تر لږه داسې ګډ مشترکات رامنځته شوي چې کولای شي د سيمې هېوادونه د ايران او افغانستان په شمول يو له بل سره نږدې کړي؟
عبداللطیف نظري:
اصلي خبره داده چې د افغانستان او ایران بحث د نورو هېوادونو سره توپیر لري، ځکه چې دا دواړه هیوادونه ګډ فرهنګي، تاریخي، تمدني او ژبني ارزښتونه لري، همدا مشترکات موږ ته دا زمینه برابروي چې د نړیوالو او سیمهییزو مسایلو په اړه ګډ لیدلوری ولرو.
حامد بهرام:
د امارت اسلامي پلاوي له مسعود پزشکیان سره هم کتنه وکړه، د دې لیدنې اصلي موضوعات څه وو؟
عبداللطیف نظري:
هغه موضوعات چې مخکې مې ورته اشاره وکړه، د تهران فورم په څنډو کې هم د ایران بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ډاکټر عراقچي او هم د ایران د ولسمشر ښاغلي ډاکټر پزشکیان سره په نوبتي ډول وڅیړل شول او دواړو خواوو ګډ لیدلوری درلودل. د کډوالو موضوع، د حقآبې، د اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا، او هغه ناامني چې د افغانستان او ایران شاوخوا شتون لري، د لویدیځې آسیا او منځنې آسیا تحولات، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ د پیاوړتیا اړوند مسایل او ځینې نور موضوعات په دې لیدنو کې وڅېړل شول. تاسو پوهیږئ چې موږ نن ورځ له ایران سره په درې مهمو برخو کې پراخې اړیکې لرو، یو د خواف-هرات رېلپټلۍ ده چې د تعرفو کموالي سبب شوې، زموږ د لېږد لګښتونه یې راکم کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو کې چټکتیا رامنځته کړې، دویم د دوغارون بندر دی چې په دې وروستیو کې ډېر فعال شوی او بله خبره اقتصادي او تجارتي بهیرونه دي چې موږ هغه د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو ستراتیژیک محور جوړ کړی دی. له نیکه مرغه، لکه څنګه چې وخت تېریږي، موږ په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه وینو.
حامد بهرام:
نږدې څلور کاله کېږي چې اسلامي امارت هغه موضوع تعقیبوي او ورته ډېره مهمه هم ده، هغه د رسمیت پېژندنې مسله ده. تاسې ته دا فرصت برابر شو چې له د ایران له ولسمشر سره وګورئ، آیا دا موضوع مو ورسره شریکه نه کړه، تر څو لږ تر لږه دا روښانه شي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه د ایران دریځ څه دی؟
عبداللطیف نظري:
سياسي او دیپلوماتیک بحثونه هم په جدي ډول مطرح شول، موږ غوښتنه وکړه چې زموږ قونسلګرۍ دې په ایران کې زیاتې شي، په اصفهان او شیراز کې باید موږ ته فرصت راکړل شي چې خپلې قونسلګرۍ پرانیزو، ځکه زموږ ډېر شمېر هېوادوال هلته مېشت دي. د ایران د چارواکو له لوري مو معقوله او منطقي ځواب ترلاسه کړ، هیله لرم چې ډېر ژر به د قونسلګریو د پرانیستلو شاهدان واوسو، ایرانیان دې ته لیواله دي چې خپل فعالیتونه په افغانستان کې پراخ کړي، د هغو اړتیاوو او ګډو ارزښتونو پر بنسټ چې مخکې مې یادونه وکړه زموږ اړیکې له ایران سره یوازې سیاسي، دیپلوماتیکې، سوداګریزې او اقتصادي نه دي، بلکې فرهنګي، علمي، تاریخي او تمدني اړخونه هم لري دا مشترکات دا ایجابوي چې زموږ اړیکې پراخې شي او دواړه هیوادونه لا زیات یو له بله سره نږدې شي، رغوونکي خبرې اترې ولري هغه ناسم پوهاوی چې په تېر وخت او همدارنګه د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته رامنځته شوی، باید حل شي ځینې کړۍ هڅه کړې چې دا ناسم پوهاوی پراخ کړي، خو موږ کولای شو د پراخو اړیکو او خبرو اترو له لارې دا سوء تفاهمونه له منځه یوسو.
حامد بهرام:
که یې روښانه کړئ، چې کوم کسان یا کومې ډلې هڅه کوي د تهران او کابل ترمنځ سوء تفاهمونه رامنځته کړي؟
عبداللطیف نظري:
ګورئ! افغانستان او ایران د سیمې او ګاونډيو هيوادونو په کچه ډېر دښمنان لري هغه هیوادونه چې له ایران سره ستونزې لري، نه غواړي چې ایران له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره پراخې اړیکې ولري او تل د تاوتریخوالي د رامنځته کولو په هڅه کې دي. همداراز، امارت اسلامي هم په سیمه کې خپل دښمنان لري، چې نه غواړي افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره پراخې اړیکې ولري، نو پر همدې اساس دا د دواړو هېوادونو د مسوولینو هوښیاري او تدبیر دی، چې خوشبختانه په دې سفر کې مو ولیدل چې ایراني چارواکي هم په دې کړنو او توطیو پوه دي او پوهېږي چې باید د دواړو هیوادونو د دښمنانو دسيسو ته پام وشي، دواړه دولتونه کولی شي په ټولو برخو کې پراخې اړیکې ولري او اوسنی تفاهم چې زموږ او ایرانیانو ترمنځ شوی، ښيي چې دا اړیکې به په راتلونکي کې لا پراخې شي اسلامي امارت تل د ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ښه ګاونډیتوب په لرلو ټینګار کړی دی، او ایرانی چارواکي هم اوس غواړي چې دغه اړیکې لا زیاتې شي.
حامد بهرام:
د مشترکاتو او ګډو دښمنانو په نظر کې نیولو سره، آیا دا ټکي کولی شي چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ رسمي تعامل رامنځته کړي؟
عبداللطیف نظري:
اوس مهال په نړيواله کچه ځواکمن هېوادونه شته چې نه يوازې له اسلامي امارت سره عادي اړيکې لري، بلکې موږ سره یې د سفیرانو په کچه راشه درشه پیل کړې او خپل تعامل يې په دې بنسټ جوړ کړی دی موږ کولای شو چين د مثال په توګه ياد کړو، روسيه هم د يو ستر نړيوال ځواک په توګه د اسلامي امارت سفير د منلو په درشل کې ده، له دې مخکې موږ د یوې بلې لاسته راوړنې شاهدان وو، هغه هم د ممنوعه ډلو له لېسته د اسلامي امارت د نامه ایستل وو، چې دا يو رغنده ګام و؛ ځکه د ختیځ بلاک په پام کې نیولو سره، چې چین، روسیه او ایران پکې شامل دي، د لويديځ بلاک سره په جوړښتي مقابله کې دی، زما باور دا دی چې ايران به ډېر ژر لکه چين او روسيه په نوي چلند له اسلامي امارت سره تعامل پیل کړي، چې د ديپلوماټيکو اړيکو د لوړولو بحث او په پایله کې د اسلامي امارت رسمي پېژندنه کېدای شي د دې ګامونو يوه برخه وي.
د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په لیدلورو کې له بدلونونو داسې ښکاري، چې نږدې وخت کې به اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي، کېدای شي ځینې لوېدیځ هیوادونه تر وروستۍ شېبې پورې د دې نه منونکی حقیقت پر وړاندې مقاومت وکړي، خو د سیمې لوی او اغېزمن ځواکونه لکه چین، ترکیه، روسیه او ایران غواړي چې تعامل داسې ترسره شي چې اسلامي امارت د افغانستان د مشروع نظام او حاکم په توګه وپېژندل شي او تعامل رسمي بڼه غوره کړي، یعنې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې هېوادونه کولای شي له یو بل سره راکړه ورکړه ولري. زه دا وخت لرې نه وینم؛ شواهد او نښې نښانې ښيي چې اسلامي امارت د پېژندنې پر لور نږدې شوی او یوازې څو ګامونه پاتې دي تر څو موږ خپل اصلي او اساسي هدف ته ورسېږو.
حامد بهرام:
د اسلامي امارت له واکمنیدو څلور کاله تېر شول، خو تر اوسه رسمي پېژندنه نه ده شوې تاسو وويل چې تعامل شته، خو فکر نه کوئ چې دا غیر رسمي اړیکه یوه ناپایدار اړیکه ده او وخت ناوخته ماتیدای شي؟
عبداللطیف نظري:
په افغانستان کې یو واقعیت رامنځته شوی دی، هغو هېوادونه چې له اسلامي امارت سره یې مخالفت درلود، د دې سفر په ځینو بهیرونو کې یې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت سره د پراخ تعامل لپاره چمتووالی لري او حتی په یو شکل یې اعتراف کاوه چې په محاسباتي برخه کې یې تېروتنه کړې وه؛ اجازه راکړئ چې نومونه وانخلم، نو دا تحولات ښيي چې ټولو هېوادونو درک کړې چې اسلامي امارت د افغانستان د سیاسي تحولاتو یو حقیقت دی، نه یوازې هېواد کنټرولوي، بلکې د افغانستان د بیارغونې او نوي کولو په برخه کې یې د پخوا په پرتله ښه کار کړی دی، په داسې حال کې چې زموږ پر وړاندې غیر عادلانه بندیزونه هم لګېدلي دي، موږ لا هم ځینو ځواکمنو هېوادونو له لوري ستونزو سره مخ یو، خو بیا هم هڅه او اراده شته، ځکه چې د خلکو او نظام ترمنځ جلاوالی نشته، اسلامي امارت د یوه حقیقي واقعیت په توګه هڅه کوي چې نوی افغانستان د نوو پړاوونو په رڼا کې د خپلو اړیکو په چوکاټ کې له نورو هېوادونو سره په پام کې ونیسي. له همدې امله، هېوادونه هره ورځ په خپلو اړیکو کې له اسلامي امارت سره جدي او نوي ګامونه اخلي. تاسو یادونه وکړه چې څلور کاله زیاته موده ده، خو د دې ترڅنګ، د هغو پراخو تبلیغاتو له کبله چې پخوا استعماري ځواکونه پر اسلامي امارت او د افغانستان خلکو باندې ترسره کول، دا اړتیا وه چې یو څه وخت ونیول شي ترڅو غلط فهمۍ له منځه لاړې شي او ځای یې یوې نوې، پراخې او عادلانه پروسې ته ورکړي. زه فکر کوم اوس هغه وخت ته د بل هر وخت په پرتله نږدې شوي یو.
حامد بهرام:
ښاغلی معین صاحب، له دې مخکې چې بیا د ایران په اړه وپوښتم اوس یو شمېر خلک باور لري چې که ختیځ بلاک هم اسلامي امارت په رسمیت وپیژني، نو هیڅ څه به بدل نه شي، ځکه د افغانستان شتمنۍ د امریکا لخوا کنګل شوې دي او د هغې خوا رسمیت پېژندنه هم مهمه ده ستاسو په نظر دا خبره سمه ده کنه؟
عبداللطیف نظري:
ګورئ! نن ورځ د لویدیځ زبرځواکونه د نړیوالو اړیکو په نظم کې هیڅ رول نه لري. ډېری د نړیوالو اړیکو نظر ورکوونکي، په ځانګړي ډول د لویدیځ نظر ورکوونکي، وايي چې موږ له لوېدیځې نړۍ آسیا ته د واک د انتقال شاهدان یو او همدا آسیا به د راتلونکو بدلونونو مرکز وي چین نن ورځ په نړیوالو لویو مسايلو کې یو لوی او اغېزناک ځواک دی چې په ډېریو برخو کې یې د امریکا متحده ایالاتو څخه مخکې تګ کړی دی او همدارنګه آسیایي قدرت کېدل هم په نړیوالو علمي بحثونو کې یو مهم موضوع ګرځېدلې ده. همدارنګه روسیې هم خپل ځواک بېرته ترلاسه کړی دی او تاسو ګورئ چې د اوکراین په بدلونونو کې، لویدیځ په یوه لوري او روسیه یوازې په مقابل لوري کې ولاړه ده، خو لا هم روسیه زیات واک لري. نو دا ځواکونه اغېزمن دي؛ که دوی او ایران اسلامي امارت ومني، نو په نړیوال نظام کې به ټول معادلات یو نوي پړاو ته داخل شي.
حامد بهرام:
خو لږ تر لږه د امریکا لهخوا د اسلامي امارت په رسميت پېژندنه هم مهمه ده، ځکه موږ تل د اسلامي امارت د چارواکو له خولې اورېدلي چې امریکا د رسميت پېژندنې اصلي خنډ دی همداسې نه ده؟
عبداللطیف نظري:
د امارت اسلامي د رسمیت پېژندنې موضوع د نړیوالو حقوقو له مخې د نړیوالې اجماع یوه برخه ده. اوس مهال، افغانستان له دې ستونزې سره مخ دی چې د نړیوالې اجماع نشتوالی او د نړیوالو لیدلورو تیتوالی شتون لري د منځني ختیځ بحرانونه، د اوکراین شخړه او د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ ترینګلتیاوې د نړیوالو لومړیتوبونو په توګه مطرح دي. له همدې امله، افغانستان له دې ستونزو سره مخ دی، که نه نو دلته یو حکومت شتون لري، واکمني شته، خاوره شته، نفوس شته او د لوېديځوالو په وينا، په عمل کې هېڅ داسې ترهګره ډله نهشته چې نړیوال نظم له ستونزو سره مخ کړي.
حامد بهرام:
تاسې څه فکر کوئ، آيا يوازې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په اړه د نړيوالې اجماع نشتون خنډ دی، که نور مسایل هم شته چې تر دې دمه یې د رسميت پېژندنې مخه نیولې؟
عبداللطیف نظري:
د افغانستان او ایران ترمنځ د جیوپولیتیکي قدرتونو د ګټو ټکر، هم په سیمهییزه او هم په نړیواله کچه، یوه ساختاري ستونزه ده. د سیاسي اجماع نشتوالی یوه مهمه، کلیدي او اساسي ستونزه ده. ځینې مسایل چې لویدیځوال یې د فشار د وسیلې او سیاسي لیدلوري په توګه مطرح کوي، لکه د بشر حقونه، ټولشموله حکومت، د ښځو مسایل او د دوی په تعبیر تروریستي ډلې، دا مسایل د خبرو اترو میز ته وړل کېدای شي. خو موږ باید ومنو چې لویدیځو قدرتونو په افغانستان کې ستراتیژیکه ماتې خوړلې ده او دا ورته سخته ده چې بیا هغه بهیر ته داخل شي چې اسلامي امارت عملاً د هغه بهیر مشري کوي، وخت ته اړتیا ده تر څو پټې عقدې آرامې شي او همدارنګه د هغو هېوادونو د عامه افکارو لپاره توجیه برابره شي او د هغوی باور بېرته ترمیم شي. د افغانستان تحولاتو ته باید ساده نظر ونه کړو، ځکه دلته ناټو ماتې خوړلې ده، متحده ایالات چې هغه وخت د نړۍ یوازینی قدرت و، چې اوس نه دي، دلته ماتې خوړلې ده، سمه ده چې اسلامي امارت د نرم میکانیزم او د دوحې تړون له لارې واک ته رسېدلې، خو که مقاومت نه وای، هېڅکله به د دوحې تړون نه وای شوی
حامد بهرام:
آیا داسي نښې شته چې لویدیځ به اسلامي امارت په رسمیت وپیژني؟
عبداللطیف نظري:
افغانستان په تدریجي ډول د دوامدارې سولې پر لور روان دی. هغوی باور لري چې موږ کولی شو یو نوی فصل پیل کړو او له اسلامي امارت سره تعامل او خبرې اترې یوازینۍ لاره ده.
حامد بهرام:
ولې د افغانستان او ایران ترمنځ د حقآبې موضوع تل د فشار او اختلاف لامل شوې ده او دا مسله څنګه حل کېدای شي؟
عبداللطیف نظري:
یو له هغو مسایلو چې د دواړو هیوادونو دښمنان هڅه کوي افغانستان او ایران د اختلافاتو په یوه نوي پړاو کې ښکېل کړي، په دقیق ډول د حقآبې مسله ده، د ایران تمه داده چې تل او په هر وخت کې د حقآبې لکه څنګه چې په تړون کې راغلي، په پام کې ونیول شي، خو حقیقت دا دی چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له وچکالۍ سره مخ دی او موږ په کابل کې فعلاً د اوبو کمښت ستونزه لرو. له همدې امله د پنجشیر د اوبو پروژه د اړتیاوو له امله په کابل کې پر مخ وړل کېږي په دې سفر کې موږ هڅه وکړه چې دا موضوع په دقیق، جدي او علمي دلایلو مطرح کړو، چې خوشبختانه د ایران لوړپوړو چارواکو ورته پام شو کله چې د ایران د بهرنیو چارو محترم وزیر کابل ته راغلي و، د اسلامي امارت رییس الوزرا په صراحت سره ډاډ وکړ چې د سیستان او بلوچستان خلکو ته د اوبو رسولو مسؤلیت موږ د شرعي وجیبې په توګه ګڼو، که تړون هم نه وای، موږ به بیا هم په دې شرعي وجیبه عمل کاوه د حقآبې موضوع نور د افغانستان او ایران ترمنځ یوه جدي ستونزه نه ده، د ایران چارواکي او حکومت باور لري چې که په افغانستان کې اوبه وي، اسلامی امارت به په خلاصه سینه ایرانیانو تو اوبه برابرې کړي.
حامد بهرام:
آیا تاسو باور لرئ چې دا مسله حل شوې ده او اړتیا نشته چې یو نوی تفاهم وشي؟
عبداللطیف نظري:
موږ په تېر وخت کې یو تړون لرو، فکر کوو چې نور د نوي تفاهم اړتیا نشته، که هغه عملي شي بیا به د دواړو هېوادونو ترمنځ کومه ستونزه پاتې نشي، اسلامی امارت همدې تړون ته ژمن دی بیا هم تکراروم که تړون هم نه وي، دا زموږ انساني او شرعي دنده ده چې اوبه خوشې کړو او ایرانیانو ته یې ورکړو، البته په دې شرط چې افغانستان خپله تږی نه وي.
حامد بهرام:
ښاغلی نظري، اوس مهال د تهران دریځ د افغان کډوالو په مسئله کې څنګه دی؟
عبداللطیف نظري:
زموږ کډوال په څو ډلو ویشل شوي دي، لومړۍ ډله هغه کسان دي چې په ایران کې بې له پاسپورټ یا د پاسپورټ سره ژوند کوي او اقامت لري، دویمه ډله هغه کسان دي چې له فتحې وروسته ایران ته داخل شوي چې ډېره لویه ډله جوړوي او اقامتي کارت نه لري، درېیمه ډله هغه کسان دي چې په بشپړه توګه غیرقانوني او قاچاقي توګه ایران ته تللي دي، له همدې امله د ایران مسؤلین د لومړۍ ډلې سره په درناوي چلند کوي او دوی د ژوند ټولې ګټې لري، زموږ له ایرانی چارواکو سره خبرې دا وې چې د دویمې ډلې سره هم مناسب چلند وکړي او د هغوی کارتونه تمدید کړي.
ایرانیانو هم باور درلود چې همکاری به وکړي، خو درېیمه ډله چې قاچاقي او بې له کوم سند څخه ایران ته تللي دي، د اسلامي امارت نظر هم دا دی چې هر څه باید قانوني شي او د دې ډول تګ راتګ مخه ونیول شي، ځکه چې دا د افغانستان او ایران لپاره امنیتي خطرونه لري او حتی غیرقانوني کډوال په خپله هم له زیان سره مخ کیږي. ایرانیان باور لري چې درېیمه ډله باید بیرته ستنه شي، موږ هم خبرې وکړې چې بیرته ستنیدل دې په درناوي او آبرومندانه ډول وي.
حامد بهرام:
آیا معلومه شوه چې د کوم میکانیزم له مخې به افغانستان ته راستانه شي؟
عبداللطیف نظري:
هو، زموږ خبرې دا وې چې دغه بهیر باید په تدریجي ډول وي، ځکه چې تاسو پوهیږئ له پاکستانه هم یو لویه څپه د مهاجرینو بېرته هیواد ته راګرځي، اسلامي امارت د کورني ظرفیت په پام کې نیولو سره ټولې هڅې کوي چې له ستونزو سره مخ نشي، که څه هم کله نا کله ستونزې پېښېږي.
حامد بهرام:
همدا پرون د ملګرو ملتونو راپور راغی چې وایي اوس مهال افغانستان د میلیونونو کډوالو د منلو ظرفیت نلري، تاسو څه فکر کوئ؟ آیا لا هم د منلو ظرفیت شته؟
عبداللطیف نظري:
که څه هم د امارت اسلامي غیږ د ټولو هیوادوالو پرمخ پرانیستې ده، خو واقعیت دا دی چې دا لویه څپه کډوال چې راګرځي، موږ ته ستونزې جوړوي، په ځانګړې توګه د زده کړو، روغتیا او سرپناه په برخو کې، ځکه ډير شمېر یې کورونه نلري له همدې امله موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي موږ له ایرانیانو هم غوښتي چې بیرته ستنیدل باید په زور نه وي، په عزت سره وي او هغوی په غونډه کې ومنله چې دا غوښتنې معقولې دي.
حامد بهرام:
سوداګرۍ پورې اړوند تاسې له یوه ایراني رسنۍ سره خبرې کړې وې، تاسې د افغانستان او تهران ترمنځ د لسو میلیاردو ډالرو د سوداګرۍ د ظرفیت یادونه کړې، حال دا چې موږ پوهېږو چې د افغانستان ټولیزه سوداګري همدا اوس تر لسو میلیاردو ډالرو رسېږي، ستاسې په اند دا ظرفیت څنګه لوړېدلی شي؟
عبداللطیف نظري:
له نیکه مرغه ایرانیان په دې سفر کې ډېر لیواله وو چې د صنعت، خدماتو، ترانسپورت، انرژۍ، کانونو، زیربناوو او بنسټونو په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي، دا ظرفیت د دواړو هېوادونو ترمنځ شته، یعنې موږ کولای شو د خواف ـ هرات د ریل پټلۍ پروژه پراخه کړو. زموږ باور دا دی چې موږ ان له لسو میلیاردو ډالرو زیات د سوداګرۍ ظرفیت لرو، ترڅو خپلې اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړو.
حامد بهرام:
د پانګونې له اړخه چې کومې ستونزې شتون لري، د افغانستان د اقتصاد وزارت د ایران پانګوالو لپاره کوم مشخص پروګرام وړاندې کړی دی؟
عبداللطیف نظري:
زموږ اصلي ستونزه، له بده مرغه، د زیربناوو نشتوالی دی چې له پخوا څخه پاتې دی. اوس موږ یوه سمه پالیسي غوره کړې ده چې په لومړي پړاو کې د ملي منابعو او عوایدو تمرکز لري، چې دا یوه معقوله پالیسي ده. وګورئ، پر بهرنیو اتکا سبب شوې چې له شلو کلونو وروسته هم موږ د زیربناوو له نشتوالي سره مخ یو له همدې امله زموږ هڅه دا ده چې ایرانیان زموږ سره د زیربناوو په برخه کې همکاري وکړي، او له نېکه مرغه ایران په دې برخه کې ښه تجربه لري.
حامد بهرام:
آیا د چابهار بندر د استفادې په اړه هم خبرې وشوې؟
عبداللطیف نظري:
هو، د خواف–هرات د ریل پټلۍ او دوغارون بندر ترڅنګ، د چابهار بندر هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه و، چابهار بندر د افغانستان لپاره یو مهم بندر دی، ځکه د اسلامي امارت سیاست دا دی چې موږ باید یوازې په یوه لاره یا مسیر منحصر ونه اوسو له همدې امله، موږ بېلابېلې لارې د ترانزیت او تجارت لپاره په پام کې نیولې دي چابهار بندر زموږ د صادراتو او وارداتو لپاره ډېر اهمیت لري. دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې ګټې رامنځته شوي دي.
حامد بهرام:
د بهرنيو مرستو ځنډ د افغانستان پر اقتصادي وضعيت څه اغېز کړی دی؟
عبداللطیف نظري:
د اقتصاد وزارت د هغو لومړنیو داخلي او نړیوالو ارګانونو له جملې څخه و چې په دې اړه یې څرګندونې وکړې، ځکه زموږ باور دا دی چې له خلکو باید هېڅ شی پټ نه شي. د مرستو ځنډ کوم جدي اغېز نه دی کړی، خو له هېوادونو مو غوښتنه دا ده چې بشردوستانه مرستې رښتیا هم بشري پاتې شي، یعنې له سیاسي اهدافو سره ونه تړل شي او د افغانستان خلکو ته اجازه ورکړل شي چې له دغو مرستو څخه استفاده وکړي.
حامد بهرام:
معین صاحب، د څو مؤسسو فعالیتونه بند شوي دي؟
عبداللطیف نظري:
هېواد ته د کډوالو تر ستنېدو وروسته، موږ ولیدل چې یو شمېر نړیوالو موسسو د همکاریو اعلان وکړ او موږ د دوی له دې ګام نه مننه او قدرداني کوو خو اصلي خبره دا ده چې بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي، ځکه دا کار د ملګرو ملتونو له منشور او د نړیوالو قوانینو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دی، د حیرانتیا ځای دا دی چې هماغه هېوادونه چې ځان د نړیوالو قوانینو بنسټایښودونکي ګڼي، همدا اصول تر پښو لاندې کوي، دا په داسې حال کې ده چې د دغو کړنو مستقیم زیان د افغانستان ولس ته رسېږي، اسلامي امارت هېڅکله د مرستو په وېش کې مداخله نه ده کړې، بلکې یواځې یې څارنه کړې ده.
حامد بهرام:
نړیوال بنسټونه د افغانستان د اقتصاد په اړه اندېښمن دي، ستاسې له نظره د هېواد اقتصادي راتلونکی څنګه ښکاري؟
عبداللطیف نظري:
د نړیوال بانک مسؤولینو زموږ سره په اقتصاد وزارت کې خبرې کړې دي، هغوی خوښ دي، خو ستونزې هم مطرح کوي دا ویلی شو چې د هېواد اقتصادي وضعیت د ثبات په لور روان دی، له ستونزو هم انکار نشو کولی، بېکاري یوه ستونزه ده چې تل په افغانستان کې موجوده وه او اوس هم شته، همدارنګه د معیشتی فقر هم د افغانستان په یو شمېر برخو کې شتون لري، خو موږ د افغانستان اقتصادي راتلونکی روښانه وینو، ځکه چې د کرنې په برخه کې، چې د افغانستان اقتصادي بنسټ په ځانګړي ډول په کلیو کې دی، ښه کارونه شوي دي د صنعت په برخه کې مو مثبت ګامونه اخیستي دي او هڅه کوو چې افغانستان ورو ورو د صنعتي کېدو خوا ته ولاړ شي همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې د تېرو کلونو په پرتله مو صادرات پراخ کړي دي د انفلاسیون قیمتونو د کنټرول یا د انفلاسیون د کمښت په برخه کې موږ د سیمې له بریالیو نظامونو څخه یو، او د ملي اسعارو د ثبات د ساتنې په برخه کې مو ځان د سیمې هیوادونو الګو په توګه ثابت کړی، دا هغه څه دي چې حتا نړیوال ستر بنسټونه هم پرې اعتراف کوي، موږ غواړو چې زموږ هېوادوال له نسبي هوساینې برخمن شي او افغانستان د ځان بسیاینې خوا ته حرکت وکړي د همدې فکتورونو له مخې د افغانستان اقتصادي راتلونکی روښانه دی.
حامد بهرام:
ښاغلی نظري ډېره مننه چې وخت مو راکړ
عبداالطیف نظري:
له تاسو هم مننه
د مرکې لیدلو لپاره لاندې لینکونه کېکاږئ:
یوټیوب: https://youtu.be/mL5xzETLtj8
ویبپاڼه: https://afaaq.af/?p=6409