آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۱مه نېټه د مصر په شرمالشیخ کې د نړۍ ۲۰ هېوادونو مشرانو په حضور سره د «غزې اوربند هوکړه» په داسې حال کې وروستۍ شوه، چې په ګڼو هېوادونو کې د اسراییلي رژیم د پوځي عملیاتو او غزه کې د بشري وضعیت په اړه د عامو خلکو غوسې را پارېدلې وې. غزه کې د اسراییلي رژیم د دوه کلنو جنایتونو ریښې دومره ژورې دي، چې پر مسلمانانو سربېره یې، د غیر مسلمانانو پر عمومي افکارو هم ژور اغېز کړی او دا مهال په ډېری شمېر اروپایي هېوادونو کې خلک اسراییلي رژیم ته د یوه خونخوار او جنایتکار رژیم په سترګه ګوري.
د «چتم هاوس» څېړنیز بنسټ د منځني ختیځ او شمالي افریقا مشرې صنم وکیل په عامه افکارو کې د اسراییلي رژیم د منزوي کېدو په اړه، تازه له رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، وروسته له هغه چې ملګرو ملتونو د اسراییلي رژیم له لوري غزه کې له نسلوژنې او جنایتونو پرده پورته کړه، دغه رژیم پر اسلامي نړۍ سربېره، افریقا او اروپا کې هم په عمومي افکارو کې منزوي شوی او په خبره یې، اسراییل دا مهال د نړۍ په افکارو کې د یوه نسلوژونکي رژیم په توګه بدلون موندلی او ان تر دې چې دغه ذهنیت اوسمهال امریکا کې هم د خلکو ترمنځ خپور شوی دی.
صنم وکیل په دې اړه زیاته کړې: «په اروپا کې عامه افکار له یوه محتاط یا حتا له اسراییل پلوي دریځه، داسې څرګند انتقادي دریځ ته اوښتي دي، چې اسراییل په غزه کې په نسلوژنې تورنوي. دا بدلون ان تر امریکا پورې هم خپور شوی دی. د اسراییل د پوځي تګلارې پایله په نړیواله او سیمهییزه کچه منفي غبرګونونه لرلي او اسراییل یې د تېرو لسیزو په پرتله تر بل هر وخت ډېر منزوی کړی دی».
د «چتم هاوس» څېړنیز بنسټ دې غړې پر اسراییل د حماس غورځنګ د اکتوبر ۷مې برید ته په اشارې ویلي، چې دغه برید د اسراییلي رژیم هغه ادعاوې هم بېبنسټه ثابتې کړې، چې ګواکې پر دوی برید ناممکن دی او په خبره یې، دغه برید د اسراییلي رژیم هغه انګېرنه هم ماته کړه چې د اسراییل امنیت نه شي ماتېدلی. مېرمن وکیل زیاته کړې: «دغه برید هغه انګېرنه ماته کړه چې د اسراییل امنیت نه شي ماتېدلی.»
نړۍوال څېړنیز بنسټونه داسې مهال د اسراییلي رژیم له جنایتونو او په عمومي افکار کې له منزوي کېدو پرده پورته کوي، چې وروستیو کې اسراییلي «هاآرتص» ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې منلې وه، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال، په دغو جنایتونو کې د امریکا شاوخوا ۳۲ میلیارده ډالر لګښت شوی دی. په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې واشنګټن هر کال د تلابیب لپاره د ۳.۸ میلیارده ډالر بودجه ځانګړې کوله.
په نړۍواله کچه د اسراییلي رژیم د منزوي کېدو په اړه داسې مهال بحثونه را پورته کېږي، چې دغه رژیم غزه کې د تېرو دوو کلونو پر مهال داسې جنایتونه کړي، چې د بشریت په تاریخ کې یې ساری نشته. د دغه رژیم په بمباریو کې له حیاتي بنسټونو نیولې، تر روغتونونو، ښوونځیو، د اوبو او برېښنا زیربناوو، د بشري مرستو مرکزونو او ان د مرستو تر کاروانونو په نښه شول؛ دوی یوازې استوګنیزې ودانۍ موخه ونه ګرځولې، بلکې د یوه داسې ملت هیلې یې په اور وسوځولې، چې د خپل حق او آزادۍ لپاره را پورته شوي وو.
د مصر په شرمالشیخ کې د «غزې اوربند هوکړې» سره سره، لا هم د اسراییلي رژیم له لوري غزه کې جنایتونه دوام لري، چې د رسمي شمېرو پر بنسټ، اسراییلي رژیم تر دې دمه نږدې ۶۰۰ ځله له دې هوکړې سرغړونه کړې او د دغه رژیم په بریدونو کې ۳۸۶ فلسطینیانو ژوند بایللی او ۱۰۱۸ نور ټپیان شوي، چې په دې توګه د غزې د قربانیانو شمېر ۷۰ زره او ۶۵۴ تنو او د ټپیانو شمېر ۱۷۱ زره او ۹۵ کسانو ته رسېږي.
که څه هم د اسراییلي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند هوکړه دوه مهم پړاوونه لري، چې لومړی یې د اوربند ټینګښت او دویم یې د نړۍوالو سولهساتو ځواکونو ځای پر ځای کول، د اسراییلي ځواکونو شاتګ، د حماس غورځنګ بېوسلې کول او د غزې تړانګې بیارغونه شامل دي، خو د چارو شنونکي د هوکړې له لومړي پړاو د اسراییلي رژیم سرغړونو ته په اشارې وېره لري، چې د دې هوکړې د دویم پړاو اجرایي کېدل به خورا ستونزمن وي. د شنونکو په باور، د اوربند له هوکړې وروسته، ډېری مسایل په ځانګړي ډول د حماس غورځنګ بېوسلې کول او د اسراییلي ځواکونو شاتګ او تر ټولو مهمه دا چې آیا نړۍوال منځګړي به د یوه خپلواک فلسطیني دولت په جوړېدو کې بریالي شي کنه؟ هغه مهم موضوعات دي، چې په اړه یې اندېښې موجودې دي.