سره له دې چې ایران او امریکا هوکړه لاسلیک کړې او واشنګټن د لبنان په ګډون له ټولو اړخونو سره د جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې، خو د امریکا سټراټیژیک ملګري اسراییل په سویلي لبنان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي د اسراییلو دا ګام د تهران او واشنګټن د خبرو اترو پر وړاندې خنډ بولي او وایي چې دغو بریدونو د خبرو بریا له ګواښ سره مخ کړې ده.
که څه هم ډونالډ ټرمپ له بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د لبنان د جګړې د درولو غوښتنه کړې، خو د اسراییلو د پوځ ویاند ټینګار کړی چې د اړتیا په صورت کې به پوځي عملیات دوام ومومي.
په همدې تړاو، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اوربند پر پلي کېدو، په سیمه کې د جګړو پای ته رسېدو د ټینګار ټرڅنګ له ټرمپ څخه غوښتي چې په ځانګړي ډول په لبنان کې د جګړو د درولو لپاره غوڅ ګامونه پورته کړي.
«د ډونالډ ټرمپ حکومت مسوولیت لري چې د اوربند د هوکړې په چوکاټ کې په ټوله سیمه، په ځانګړي ډول لبنان کې د جګړو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي. موږ له واشنګټن څخه غواړو چې د اوربند په پلي کېدو کې خپل رول ترسره کړي او د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي».
په داسې حال کې چې د «رویټرز» خبري اژانس د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې اسراییل او حزبالله په لبنان کې د اوربند هوکړې ته رسېدلي چې د جمعې ورځې د مازدیګر له څلورو بجو پيل شوی دی.
هممهاله، د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس له ایران سره د امریکا د هوکړې پر مخالفو اسراییلي کړیو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې خپل یوازینی ځواکمن متحد له لاسه ورنه کړي. هغه د اسراییلو د کابینې له غړو غوښتي چې واقعیتونه ته په روښانه سترګه وګوري.
«ډونالډ ټرمپ دا مهال په ټوله نړۍ کې یوازینی مشر دی چې له اسراییل سره خواخوږي لري او په ورته وخت کې د نړۍ د ستر ځواک مشري هم کوي. که زه د اسراییلو د کابینې غړی وای، پر هغه یوازیني ځواکمن متحد به مې نیوکې نه کولې چې لا هم درسره ولاړ دی».
د ایران او امریکا هوکړه لا هم په واشنګټن کې له بېسارو نیوکو سره مخ ده. د امریکا ولسمشر د دې هوکړې په دفاع کې ویلي چې له ایران سره د جګړې پای ته رسېدو، نړۍ له اقتصادي رکود څخه وژغورله هغه دا څرګندونې د «اکسیوس» خبري وېبپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
«دا له هغو پېښو څخه وه چې کولای یې شول نړیوال اقتصاد له رکود سره مخ کړي. هغه هوکړه چې موږ له ایران سره لاسلیک کړه، د داسې وضعیت د رامنځته کېدو مخه یې ونیوله».
سره له دې چې واشنګټن او تهران د هوکړې د پلي کېدو او د شخړو د پای ته رسېدو په اړه هیلهمند دي، خو په لبنان کې روان وضعیت او د سیمهییزو لوبغاړو بېلابېل دریځونه ښيي چې د دې هوکړې د ټینګښت لاره لا هم له جدي ننګونو سره مخ ده.
اوس به د ښکیلو لورو له خوا د خپلو ژمنو د عملي کېدو کچه، په ځانګړي ډول د بریدونو د درولو او د کړکېچونو د پراخېدو د مخنیوي برخه، د هغې هوکړې راتلونکی وټاکي چې تمه ده د ایران او امریکا په اړیکو او د سیمې د امنیت برخه کې نوی څپرکی پرانیزي.
