پر افغان کډوالو د فشارونو دوام؛ پاکستان کې د افغان کډوالو درې پنډغالي تړلي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله، پاکستان په تازه اقدام کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو درې پنډغالي په ناڅاپي توګه تړلي دي.

د ځینې هندي رسنیو په راپور کې راغلي چې په دغو پنډغالو کې برېښنا پرې شوې، روغتیایي مرکزونه او ښوونځي تړل شوي دي.

دا کمپونه چې له دریو لسیزو راهیسې د شاوخوا ۶۵ زره افغان کډوالو کوربه وو بلاخره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو په لړ کې وتړل شول.

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی وايي:«افغانستان د یو بل بشري ناورین په درشل کې دی؛ هغه ناورین چې د غیر پلان شویو راستنیدو او د اوسني حکومت سره له همغږۍ پرته به ژور شي. په حقیقت کې، دا ویل کیدی شي هغه هیوادونه چې د کډوالو کوربه توب کوي باید د افغانستان او نړیوالو ادارو سره له همغږۍ پرته د افغان کډوالو له ډله ییز ایستلو ډډه وکړي.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستلو له پراخې څپې سره هم مهاله، د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ۶۰ استوګنیزو ښارګوټو له طرحې خبر ورکوي.

د یاد وزارت د ویاند په وینا، په ځینو ولایتونو کې د عامه خدماتو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې د راستنیدونکو لپاره د کورنۍ د غړو د شمیر پر بنسټ له ۵ تر ۱۵ بسوې ځمکه په پام کې نیول شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند کمال افغان وایي:« د دایمي استوګنې په پروسه کې، اړونده کمیټې د کور او ښار جوړونې وزارت په همکارۍ، په ۲۹ ولایتونو کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د ۶۰ ښارګوټو لپاره پخواني او اوسني پلانونه او نقشې ډیزاین، تنظیم او چمتو کړي دي. دا پلانونه د ښاري پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تصویب شوي او په عملي توګه ولایتونو ته لیږل شوي دي ترڅو په سیمه کې پلي شي.»

په ورته مهال، د کډوالو د حقونو ځینې فعالان، په پاکستان کې د کډوالو د خراب وضعیت او د ژمي موسم له راسېدو سره ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید ژر تر ژره راستنیدونکو ته دایمي استوګنځایونه، د کار زمینه او زده کړو ته لاسرسی برابر کړي.

د کډوالو د حقونو فعال نظر نظري وايي:« د افغانستان اسلامي امارت څخه تمه کیږي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د سرپناه برابرولو، دندو رامنځته کولو او د ژمنیو مرستو ویشلو لپاره سمدستي، منظم او اغیزناک اقدامات وکړي.»

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لیندۍ میاشت کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ۱۴۶ زره او ۱۵۲ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *