د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نښتې؛ څه باندې ۲۱ زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو زیاتېدو له امله د فرضي کرښې په اوږدو کې ۲۱ زره او ۴۷۹ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاتوي، چې وروستیو ورځو کې ۸۰۹۶ کورنیو سره د ۱۰۱ میلیونه ۶۱۰ زره افغانیو په ارزښت مرستې شوې دي.

عبدالمطلب حقاني په دې اړه زیاتوي: «پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم له بریدونو او همداراز د اسلامي امارت له غچ‌اخیستونکو عملیاتو وروسته، فرضي کرښې ته څېرمه ولایتونو کې ۲۱ زره او ۴۷۹ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.»

بل‌خوا له پېښو سره د آمادګی ملي ادارې عمومي رییس نورالدین ترابي وایي، چې دا اداره به بېځایه شویو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلي ترابي په دې اړه زیاته کړې: «چې د اسلامي امارت د رییس لوزرا په مشرۍ ناسته کې پرېکړه شوې، څو د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وشي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له پیل راهیسې، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم ګړندی شوی دی. تازه راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا د زورونې کیسې لري. دوی وايي چې پاکستاني پولیس ورسره ناوړه چلند کوي او په ناحقه ترې پیسې اخیستل کېږي.

له پاکستانه راستون شوی کډوال حضرت گل آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «له افغان کډوالو پیسې اخیستل کېږي. هغه کسان چې زندان ته لېږل کېږي، شاوخوا شل تر دېرش زره افغانۍ ترې اخیستل کېږي .»

له پاکستانه بل راستون شوی کډوال انصار بیا په دې اړه زیاتوي: «هغوی موږ په پنجاب کې ونیولو او له موږ یې پیسې واخیستې. که موږ پیسې نه وای ورکړې، نو هغوی به موږ زندان ته لېږلی وای.»

مطالب بیشتر:  پر افغان کډوالو د فشارونو دوام؛ پاکستان کې د افغان کډوالو درې پنډغالي تړلي

په داسې حال کې چې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا د ډېر شوي ځورونې شکایتونه کوي، اسلام اباد د جمعې په ورځ په رسمي توګه د تورخم پولې له لارې د افغان بندیانو د بېرته ستنولو عملیات پیل کړل، او په لومړي پړاو کې یې د ۴۰ کډوالو یوه ډله افغانستان ته راستنه کړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *