آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، وروستي یوه کال کې څه د پاسه درې زره افغان بندیان د پاکستان له زندانونو آزاد شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په دې موده کې همداراز شاوخوا یو زر او ۳۰۰ افغان بندیان د ایران هېواد له بندخونو هېواد ته را لېږدول شوي دي.
عبدالمطلب حقاني په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: «وروستي یوه کال کې د اسلامي امارت هڅو پر بنسټ، تر اوسه پ،رې څه د پاسه درې زره افغان بندیان د پاکستان له زندانونو او مداراز یو زره او ۳۰۰ نور د ایران له زندانونو آزاد او له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي.»
په ورته وخت کې، په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې ستونزې زیاتېږي.
دوی له نړۍوالو بنسټونو غواړي، څو غوښتونو او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
ایران کې افغان کډوال اسدالله زائري په دې اړه آفاق ته وویل: «له کوربه هېوادونو د کډوالو غوښتنه دا ده، چې له هغوی سره انساني چلند وشي. همداراز له نړۍوالو سازمانونو غواړو چې خپلې مالي مرستې زیاتې کړي او د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې په پار هلې ځلې چټکې کړي.»
پاکستان کې بل افغان کډوال احسان خان احمدزی وایي: «په راولپنډۍ او اسلام آباد کې د افغان کډوالو ایستلو راپورونه ورکړل شوي دي. پولیس د افغان کډوالو اسناد څېړي او ان د هغوی کورونو ته ورځي. دا څېړنې باید د افغان چارواکو او نړۍوالو بنسټونو په حضور کې وشي.»
له دې سره همهاله، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان په دې اند دي، چې په کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، پاکستان او ترکیه کې د نویو قوانینو او سیاستونو پلي کېدل، کولی شي د افغان کډوالو وضعیت ښه او همداراز د هغوی د ناقانونه نیولو مخنیوی او ورته د اوسېدو شرایط برابر کړي.
د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي په دې اړه وویل: «په هېوادونو کې د کډوالو لپاره د نویو قوانینو او حمایتي سیاستونو وضع کېدل، د دوی حقوقي وضعیت سره مرسته کولی شي او په ناقانونه توګه د دوی له نیولو مخنیوی کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، دا مهال د پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو په زندانونو کې شاوخوا ۱۲ زره افغانان بندیان دي.