د راستنېدونکو کډوالو شمېر زیاتوالی؛ د چنګاښ له پیله څه باندې ۳۵۱ زره تنه راستانه شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې له لومړۍ تر دې دمه له ایران او پاکستانه ټولټال ۳۵۱ زره او ۷۳۶ تنه هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۳۸ زره او ۸۹۵ له ایران او ۱۲ زره او ۴۶۹ له پاکستان راستانه شوي دي. ښاغلي حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو رسولو او لومړنیو خدمتونو برابرولو په تړاو ډاډ ورکوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: «د سرطان میاشتې له پیل تر دې دمه، له ایران، پاکستان او ترکیې په مجموعي توګه ۳۵۱ زره او ۷۳۶ تنه هېواد ته را ګرځېدلي، چې له دې ډلې ۶۶ زره او ۵۰ تنه پا نفرادي، ۲۵۸ زره او ۶۸۱ تنه د کورنۍ په شکل راستانه شوي دي.»

بل‌خوا پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې هېواد ته د ستنېدو په صورت کې اسلامي امارت باید دوی ته د کار زمینه برابره کړي. پاکستان کې مېشت افغان عتیق‌الله منصور آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «په داسې شرایطو کې اړتیا ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په کور د ننه کاري زمینې برابرې کړي. له شک پرته، چې د منظم پلان له مخې او اغېزناک ملاتړ په صورت کې، هېواد ته د کډوالو ستنېدل به یو لوی مثبت اقتصادي بدلون راولي او د هېواد په پرمختیا او آبادۍ کې به ګټور تمام شي.»

اوس پوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت باید په کور د ننه د راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته د رسېدو په پار، باید کوم ګامونه اوچت کړي؟

د کډوالو حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی آفاق خبري آژانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې داسې وایي: «په کور د ننه د کافي امکاناتو نشتون په صورت کې، اروپایي هېوادونو ته د کډوالو د ور ماتېدو خطر زیات دی. بناءً اړتیا ده، چې نړۍوال سازمانونه او ګاونډي هېوادونه د افغانستان له دولت سره په همغږۍ یو میکانېزم جوړ کړي، څو په با عزته او خپله خوښه د کډوالو د راستنېدو زمینه برابره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو میاشتو کې افغانستان د راستنېدونکو افغانانو له سترې څپې سره مخامخ دی، چې یوازې په تېرو ۱۳ ورځو کې څه د پاسه ۳۳۸ زره افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد