د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بندیدو زیانونه؛ پاکستاني لوري میلیاردونه ډالره زیان کړی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال، محمد یونس مومند له آفاق خبري آژانس سره مرکه کې، له سیاسته د سوداګرۍ د جلا کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي مومند زیاته کړه، چې د سیاسي اختلافونو له امله د سوداګریزو اړیکو درېدو له امله په ځانګړې ډول د تازه میوو د صادارتو موسم کې، پاکستان ته میلیاردونه ډالر زیان اوښتی دی.

هغه دغه راز وویل، چې پاکستان له هند سره له سیاسي ترینګلتیاوو سره سره، خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکوي، خو یوازې له افغانستان سره یې خپلې سوداګریزې اړیکې بندې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال محمدیونس مومند آفاق خبري آژانس ته وایي:« موږ غواړو سیاست او سوداګري سره بیل شي، د افغان او پاکستاني سوداګرو غوښتنه همدا ده چې باید سوداګري او سیاست سره بند شي څو که مشکلات پیښیږي باید سوداګري بنده نه شي، پاکستان له هند سره ستونزې لري خو سوداګریز بهیر یې روان دی او یوازې له افغانستان سره سوداګري بنده ده دوی خپله سوونه میلیارده ډالره زیان کړی ځکه د تازه میوو د صادراتو موسم یې دی »

ښاغلي مومند د خپلو خبرو په دوام دغه راز، وروستیو لاریونونو ته په غبرګون کې وايي، چې دا نیوکې د بیکارۍ د ډیرېدو لامل شوي او زیاتوي چې په تورخم کې ټول هوټلونه تړل شوي او له تورخم تر کراچۍ سوداګریزې لارې په اوږدو کې ټولې روانې چارې په ټپه درېدلې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال محمدیونس مومند وايي:« اوس چې خلک نارې وهي هلته بیکاري ده خلک بې روزګاره شوي او تورخم کې ټول هوټلونه تړل شوي او د دې کار ټول پر افغانستان چلیدل له تورخم تر کراچۍ پورې د لارې اوږدو کې ټول کاروبار پر افغانستان چلیده. »

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال دغه راز په خپلو خبرو کې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د چابهار او بندر عباس بندرونو اهمیت ته اشاره وکړه او د ایران له حکومته یې د یادو بندرونو د پرانیستي ساتلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ایران تل د افغانستان د سوداګرۍ په آسانتیا کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال محمدیونس مومند وايي:« د چابهار او بندر عباس بندرونه زموږ لپاره ډير مهم بندرونه دي او دا هیڅکله زموږ پر مخ نه دی تړل شوي، زه د ایران له اسلامی جمهوریت څخه مننه کوم چې دا بندرونه یې تل زموږ پر مخ پرانیستی پریښي دي. »

له هغه وروسته چې افغانستان له هند سره خپلې اړیکې د سفارت تر کچې لوړې کړې، پاکستان پر یو لړ اقداماتو له هغې ډلې غبرګونونو، خبرداریو او سیاسي تورونو لاس پورې کړ.

شاوخوا یوه میاشت کیږي چې د کابل او اسلام آبادر ترمنځ اړیکې په ترینګلي وضعیت کې دي او دمګړۍ د دواړو هېوادونو اقتصادي او سیاسي اړیکې د پرې کېدو په حالت کې دی.

دغو بدلونونو د امنیتي او سیمه ییزو سیالیو په برخه کې نوې اندېښنې رامنځته کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *