آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند د ازبکستان د سوداګرۍ خونې له رییس او مل پلاوي سره لیدنه کې د درملو، کرنې پراختیا او تکې د تولید په برخو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ښاغلي مومند ویلي، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د سیمې په کچه سوداګري پراخه کړي.
ښاغلي مومند زیاته کړې: «موږ غواړو د رخت او پنبې په برخو کې ګډه پانګونه وکړو، زراعت باید پرمخ بوځو نو موږ کولای شو چې د دواړو ملکونو ترمنځ ورورګلوي رامنځته کړو څو په سمه کې مو تجارت ته وده ورکړو.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی او په خبره یې، هڅه کوي چې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړي.
هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي: «موږ غواړو له ازبکستان سره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړو، څو سیمه کې د ټرانزیټ، تجارت او ترانسپورت په برخو کې آسانتیاوې رامنځته کړو.»
له دې سره سم، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان او سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا، د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز لرلی شي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالظهور مدبر په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «موږ کولای شو د ښې اقتصادي او ستراتیژیکو اړیکو په درلودو سره ازبکستان هیواد سره ښه اقتصادي راکړه ورکړه ولرو او دا ډول ناستې کولی شي اړیکې لا ټینګې کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال ازبکستان ته د افغانستان مهم صادراتي توکي وچه او تازه مېوه، طبي طبیعي محصولات، خوراکي محصولات، سبزي، غالۍ او لاسي صنایع تشکیلوي.