آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د اسلامي امارت له چارواکو سره تر لیدنې وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره د خصوصي سکټور پر ستونزو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې چې کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمان نظاماني هم حضور درلود، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند د داړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا سربېره، له پاکستاني لوري غوښتي، څو سیاست له سوداګرۍ بېل او پرېږدي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په خوندي توګه ترسره شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي مومند تورخم کې وروستیو مرزي ترینګلتیاوو ته په اشارې سره په ډاګه ګړې، چې د دروازو تړل د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ته ستره ضربه رسوي. ښاغلي مومند د پاکستان له ځانګړي استازي او سفیر غوښتي، چې په دایمي توګه د تورخم دروازې خلاص پاتې کېدو په پار هڅې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او همداراز د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس خانجان الکوزي هم له پاکستاني لوري غوښتي، څو له داسې کړنو ډډه وشي، چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ته زیان رسوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې پاکستاني پلاوي ژمنه کړې، چې د افغانستان خصوصي سکټور ستونزې او وړاندیزونه به له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده، وروستۍ یوه میاشت کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او ان تر دې چې د دواړو لورو ترمنځ تورخم کې وسلهوالو نښته رامنځته شوه، چې له امله یې د نږدې یوې میاشتې لپاره د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې بالاخره د دواړو لورو سوداګرو، قومي مخورو او سیمهییزو مسوولینو له لوري خلاصه شوه. د شمېرو پر بنسټ په دې موده کې د دروازې بندېدو له امله دواړو خواوو ته ۶۶ میلیونه ډالر زیان واوښت.
اوس پوښتنه دا ده، چې د دغو پراخو مالي زیانونو ځواب ویونکی څوک دی؟
د اقتصادي او سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان استخباراتي چارواکي، پرته له دې چې د دواړو خواوو د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ته پام وکړي، تل یې هڅه کړې، چې اقتصادي مسایل له سیاسي مسایلو سره وتړي او د افغانستان پر وړاندې یې د سیاسي فشار په توګه وکاروي، څو له دې لارې خپلې کورنۍ ستونزې او کمزورتیاوې پټې کړي.
د چارو شنونکي ټینګار کوي، چې د پاکستان دا ډول کړنې د ټولو بشري او نړۍوالو نورمونو خلاف دي.
د ویلو ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د د جمعې په ورځ (وري لومړۍ) په درې ورځني سفر کابل ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو ترینګلتیاوو د حل په اړه ناستې پاستې درلودې.