د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د ګډو اقتصادي برنامو د وروستي کېدو په پار، د افغانستان او ازبکستان بین الوزارتي ناسته

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د «ګډ عمل برنامې» د وروستي کېدو په پار بین الوزارتي مشورتي ناسته شوې ده.

په دې ناسته کې، له ازبکستانه د رالېږل شویو موضوعاتو په اړه، چې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوو برابرولو او همداراز د صنعت، کرنې او ترانسپورت په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه زیاتوي: «په دې غونډه کې د ازبکستان له لوري د سوداګرۍ اسانتیا، صنعتي او کرنیزې همکارۍ، ترانسپورت، لوژستیک او ظرفیت لوړولو په برخو کې اړوندو مسایلو خبرې وشوې.»

د ښاغلي عبدالسلام جواد په خبره، په دې ناسته کې د متقابلې سوداګرۍ او پانګونې هوکړې په اړه او همداراز د ګډو خونو جوړولو او په پولو کې د لېږد را لېږد ظرفیت لوړوالو په اړه هم خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند همداراز زیاته کړه: « د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې، د سوداګریزو خونو د جوړولو، هڅولو او ملاتړ او همداراز د پولې د تیریدو ظرفیت لوړولو لپاره د یوې هوکړې په اړه بحث وشو.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي ازبکستان د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم هېواد بولي، خو ټینګار کوي چې په کور د ننه پانګونه کولی شي د افغانستان او سیمې هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي عیسی مبارز په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «دا به غوره وي چې ازبکستان راشي او دا پانګونه په افغانستان کې، په اقتصادي او کرنې په سکتورونو کې وکړي او په دې سره به خلک پر ځان بسیا شي.»

مطالب بیشتر:  برېښنا سکتور کې د اساسي اصلاحاتو لپاره د ۱۶۵ میلیونه ډالرو بودجې ځانګړي کېدل

د ویلو ده، چې په دې ناسته کې د هېواد د کرنې پراختیا، د لابراتوارونو جوړولو، په کندوز او بلخ ولایتونو کې د پستې، بادامو او مڼو بڼونو کېنولو په اړه خبرې شوې او ټینګار شوی، چې د دواړو هېوادونو کمېټې به په دې برخه کې عملي کار پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *