آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد د دغه وزارت او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته، د هېواد شمال ته د تخنیکي ډلو له لومړني سفر خبر ورکوي. ښاغلی عابد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د لس زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې پیل لپاره به، تر سروې وروسته د هېواد په شمال کې له ډبرو سکرو په استفادې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښتا تولید کارخونه جوړه شي.
مطیعالله عابد د دې ډلې د سفر په اړه زیاته کړې: «د هوکړې له لاسلیک وروسته، یوې ډلې مستقیماً د هېواد شمال ته سفر کړی او په ولایتونو کې د ډبرو سکرو له سروې وروسته، د لومړي ځل لپاره د ۳۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید کارخونه، چې له ډبرو سکرو به پکې کار واخیستل شي، د هېواد په شمال کې جوړه او دا د دې پروژې د پیل لومړنی ګام دی.»
له دې سرهممهاله د اقتصادي چارو شنونکي په کور د ننه د انرژۍ تولید د ځانبسیاینې او ملي اقتصاد ودې په برخه کې مهم او ګټور ګام بولي. د دوی په باور، د برېښنا په تولید کې له کورنیو سرچینو، په ځانګړي ډول د ډبرو له سکرو ګټه اخیستنه کولی شي چې پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه را کمه او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا د برېښنا په برخه کې پانګونې په اړه وایي: «د انرژۍ په برخه کې پانګونه نه یوازې د کاري فرصتونو برابرولو لامل کېږي، بلکې انرژي د تولید یو له اساسي عواملو هم شمېرل کېږي. که کافي او ډاډمنه انرژۍ په واک کې ولرو، د پانګونې لپاره به مسیر هوار شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالظهور مدبر بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «که د لمر او اوبو له ظرفیتونو په اغېزمنه توګه ګټه پورته شي، په ملي کچه به د برېښنا تولید زیات او پر وارداتي برېښنا به د افغانستان تکیه کمه شي. په ټوله کې، که دا چاره په سمه توګه مدیریت شي او عملي چارو لپاره یې اړین میکانیزمونه برابر شي، کیدای شي د پام وړ پایلې ولري او د افغانستان په ځان بسیاینه او اقتصادي وده کې به مهم رول ولري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د لس میلیارده ډالرو په پانګونې سره د لس زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې، د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ لاسلیک شوه، چې د چارو په پیلېدو سره به یې، په ټول هېواد کې ۱۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.