د تورخم دروازې پرانیستو په پار د بې‌پایلو هڅو دوام؛ حل‌لاره څه ده؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له تېرو ۲۴ ورځو راهیسې تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د دې دروازې د بېرته پرانیستو د هڅو په دوام، نن (دوشنبه، کب ۲۷مه) د افغانستان او پاکستان سوداګرو په تورخم کې غونډه وکړه، چې پرته له کومې مشخصې پایلې پای ته ورسېده.

سرچینو آفاق خبري آژانس ته تایید کړه، چې په دې غونډه کې ځینې هوکړې او پرمختګونه شوي او د دواړو هېوادونو له چارواکو سره شریک شوي، چې تر غور وروسته به د دروازې خلاصون په پار وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

د سرچینې په خبره، په دې غونډه کې پاکستاني لوري ټینګار کړی، چې دروازه به یوازې په هغه صورت کې بېرته پرانیزي، چې اسلامي امارت د امنیتي پوستو جوړولو چارې ودروي.

بل خوا، د افغانستان – پاکستان سوداګرۍ ګډې خونې رییس خانجان الکوزي آفاق خبري آژانس ته وویل، چې ډېر ژر به تورخم دروازه بېرته د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.

ښاغلی الکوزی ټینګار کوي، چې له پاکستاني لوري سره د دې خونې اړیکې دا په ډاګه کوي، چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به دروازه بېرته پرانیستل شي.
د افغانستان – پاکستان سوداګرۍ ګډې خونې رییس له اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو غواړي، چې امنیتي او سیاسي موضوعات له اقتصادي مسایلو سره ونه تړي، بلکې د تفاهم له لارې دا ډول ستونزې هوارې کړي.

د الکوزي په وینا، د تورخم دروازې د بندېدو له امله خصوصي سکتور او عامو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د دواړو لوریو چارواکو او سوداګرو د دې دروازې د خلاصون په پار هڅې کړې وې، خو بې‌پایلې وې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد