آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د اقتصادي، ټولنیزو او اقلیمي بدلون بحرانونو له ژورو پایلو سره مخامخ دی، د اروپا کمیسیون ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره ۱۲۶ میلیونه یورو بشري مرستې ځانګړې کړي.
د دې ټولنې د خبرپاڼې پر بنسټ، دا مرسته به د اروپایي ټولنې له لوري په یادو هېوادونو کې د ثبات ټینګښت، د بشري مرستو وېش او د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا لپاره ولګول شي.
د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «دا مالي بسته د اروپایي ټولنې د هغې ټولیزې ۱.۹ میلیارده یورو د ژمنې برخه ده چې د نړیوالو بحرانونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې ده. د کمیسیون د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۳۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.»
د اقتصادي چارو شنونکی سبحانالدین ستانکزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغانستان روانو بحرانونو ته په کتو، ټول بنسټونه باید د کوچنیو مرستندویه بستو ترڅنګ، د کارموندنې لپاره هم پروګرامونه عملي کړي.»
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا باور لري، چې لوی نړۍوال بنسټونه باید پر بشري مرستو د تکیې او انحصار کمولو لپاره بنسټیز او دوامدار پروګرامونه تر کار لاندې ولري.
د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «اروپایي ټولنه او نړیوال شریکان باید خپلې مرستې په هدفمند ډول د کاري فرصتونو برابرولو پر لور سوق کړي. دا کار د کرنې له سکتوره د ملاتړ، د کوچنیو کاروبارونو پراختیا، د انرژۍ په برخه کې پانګونې او د سیمهییزو پروژو د پلي کولو له لارې عملي کېدای شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالهادي فرهنګ بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «افغانستان د یوه جګړه ځپلي هېواد په توګه، د خپلو خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ملاتړ په برخه کې مرستې ته اړتیا لري. خو حقیقت دا دی چې په دې ژمي او په ټوله کې د بنسټونو له لوري ورکړل شوې مرستې د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او لا هم جدي کمښت احساسېږي.»
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د شاوخوا ۱.۷ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې وه.
