آفاق خبري آژانس؛ کابل: له پاکستان سره د افتصادي اړیکو د پرې کېدو په اړه د اسلامي امارت له پریکړې وروسته، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نن د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نوي ډیلي ته ولاړ.
دا سفر چې د هند هېواد په رسمي بلنه ترسره کیږي، موخه یې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا، د بدیلو ټرانزیټي لارو پیاوړتیا او د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتوالی بلل شوی.
دغه راز ټاکل شوې افغان پلاوی د هند له لوړپوړو چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره په لیدنه کې، د پانګونې د فرصتونو، د چابهار بندر له ظرفیتونو د ګټنې او سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي:« زموږ سوداګري له پاکستان او هند سره له یو لړ ستونزو سره مخ وه، نو موږ پریکړه وکړه چې د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ اسانتیا لپاره نوې لارې جوړې کړو. د هندي چارواکو له خوا هم بلنه ورکړل شوه او نن موږ یوه نوې لاره غوره کړې ده، ان شاء الله. د ډیلي او نور هندي بازارونه په حقیقت کې د افغان صادراتي توکو، په ځانګړې توګه د کرنیزو محصولاتو لپاره له غوره بازارونو څخه ګڼل کیږي او دا محصولات په هند کې ښه منل شوي دي.»
په دې برخه کې مطرح پوښتنه دا ده چې آیا هند کولی شي د افغانستان په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د تلپاتې شریک او اغیزناک بدیل په توګه رول ترسره کړي؟
د پوهنتون استاد سید مسعود وایي:«هند د برېښنا، سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې د افغانستان لپاره یو مهم سیمه ییز شریک شمېرل کیږي. د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، ټرانزیټي خنډونو د کمولو او دواړو هېوادونو ترمنځ د لیږد رالیږد د آسانتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره د نوي ډیلي هڅې روانې دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وایي:« له هند سره پیاوړې اړیکې کولی شي د عملي همکارۍ لپاره لاره هواره کړي. د چابهار بندر له لارې، افغانستان به بې له شکه نړیوالو بازارونو ته یوه پرانیستې او دوامداره لاره ومومي. سربیره پردې، هوایی دهلیزونه به د افغانستان صادرات – له هغې ډلې د وچو میوو، زعفرانو او قیمتي ډبرو – ته اجازه ورکړي چې په چټکۍ او مستقیم ډول هند ته سفر وکړي.»
د یادونې ده چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو او له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پرې کېدو دواړو لورو ته د پام وړ زیانونه اړولي دي.
د توکو د لیږد بندیدل او د سوداګرۍ د لګښت لوړېدو پر کورنیو بازارونو فشارونه زیات کړي دي.
خو افغانستان د دغو زیانونو د جبران لپاره، بدیلې لارې فعالې کړي او له هند سره پر همکارۍ او د چابهار بندر له ظرفیتونو د ګټنې لپاره هڅې کوي چې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر پیاوړی کړي.
