خان‌جان الکوزی: د لارو بندېدو له امله پاکستاني اړخ ته پراخ زیانونه اوښتي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خان جان الکوزی وايي، د کابل او اسلام آباد ترمنځ د لارو له تړل کېدو راهیسې له پاکستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري نه ده شوې.

ښاغلي الکوزي په افغانستان کې د میوو او سبزیجاتو په موسم کې د سوداګرۍ زیانونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې پاکستان اوس مهال تر ټولو ډیر سوداګریز زیانونه ګالي.

تر دې مخکې، پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د لارو د تړلو له امله د پاکستان سوداګرۍ ته له ۴.۵ میلیارده ډالرو ډیر زیان رسیدلی دی.

یادې خونې خبرداری ورکړ که وضعیت همداسې دوام وکړي، له ډسمبر تر مارچ پورې به د نارنج او کچالو په څیر موسمي صادرات شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر نور زیان هم له وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور یوه برخه کې راغلي:« د پاکستان او افغانستان ګډې خونې خبرداری ورکړی که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو له ډسمبر تر مارچ پورې به د نارنج او کچالو په څېر موسمي صادرات شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر نور زیان هم وکړي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې افغانستان په ښه ډول توانېدلی د سوداګرۍ بحرني وضعیت مدیریت کړي.

د شنونکو په اند دمګړۍ پاکستان باید د اقتصادي ستونزې د حل لپاره چې هېواد یې ورسره لاس او ګریوان دی د سوداګرۍ له سیاسي کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له وروستیو ترینګلتیاوو مخکې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه څه باندې یو میلیارد ډالره واردات او شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر صادرات وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *