آفاق خبري آژانس؛ کابل: د مۍ میاشتې درېیمه نېټه د مطبوعاتو آزادۍ نړۍواله ورځ ده. دا ورځ هر کال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان آزادۍ ساتنې، د خبریالانو د ستونزو څېړنې او د رسنیو ارزښت ته د درناوي په پار نمانځل کېږي. افغانستان کې داسې مهال د دې ورځې نمانځه کېږي، چې له تېرو درېنیمو کلونو راهیسې رسنۍ له لوړو او ژورو سره مخ دي. د افغانستان خپلواکو خبریالانو ټولنې د شمېرو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ۴۷۰ رسنۍ فعالیت لري، چې ۸۴ یې ټلویزیونونه، ۲۲۹ یې راډیوګانې، ۵۹ خبري آژانسونه او ۵۲ نورې یې چاپي رسنۍ دي. سره له دې چې د اسلامي امارت واکمنۍ پر مهال یو شمېر رسنۍ تړل شوې، خو د دې ترڅنګ بیا لسګونه رسنیو د هېواد په ګوټ ګوټ کې فعالیت هم پیل کړی دی. اسلامي امارت په ځلونو ویلي، چې یو شمېر رسنۍ د بهرنیو پروژو لپاره جوړې شوې وې او پروژوي بڼه یې درلوده، چې د پروژې له پایته رسېدو سره سم یې، فعالیتونه درېدلي دي.
د رسنیو مسوولین او خبریالان بیا اطلاعاتو ته پر وخت نه لاسرسی او د حکومتي مسوولینو له لوري خبریالانو سره د نه همکارۍ له امله شکایتونه کوي. دوی وایي، چې په خورا سخت وضعیت کې د هېوادوالو غږ تر مسوولینو رسوي، خو د اطلاعاتو پر وخت نه ورکړه یې، پر وړاندې ستره ننګونه ده. صفيالله چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په رسنیز ډګر کې فعالیت کوي، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په امله آفاق خبري آژانس ته وویل: «دا ورځ داسې مهال را رسېږي، چې خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله سختو ننګونو سره مخ دي.»
په همدې حال، د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې رییس حجت الله مجددي هم د خبریالانو او رسنیو اندېښنې پر ځای بولي او په خبره یې، خبریالان وظیفوي او رواني خوندیتوب نه لري او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته غواړي، چې د رسنیو اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالانو سره اړینه همکاري وکړي. ښآغلي مجددي په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره زیاته کړه: «اوس افغانستان کې زیاتره خبریالان له رواني او کاري مصونیت بې برخې دي. اطلاعاتو فرهنګ وزارت او نړۍوالو سازمانونو مو غوښتنه دا ده، چې د خبریالانو او رسنیو اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ننګونو ته رسېدنه وکړي.»
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د مطبوعاتو آزادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت وایي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو هغو رسنیو، چې د اسلامي شریعت، افغاني ارزښتونو او تعصب ته د نه لمن وهلو په رڼا کې نشرات کوي، هر اړخیز ملاتړ کوي. ښاغلي غفران په دې اړه زیاته کړې: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ارزښتانکې او مهمې دندې ته په کتو، هر هغه رسنۍ چې د اسلامي اصولو، د افغانستان د خلکو فرهنګي ارزښتونو، باورونو او همدارنګه د خلکو شخصي حریم ته د درناوي او د ولس په منځ کې د نفاق او تعصب ته نه لمن وهلو په رڼا کې فعالیت کوي، هر اړخیز ملاتړ او حمایت کوي، همدارازنګه واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رسنیو سره پراخې همکارۍ کړې، چې د دې همکاریو په نتیجه کې یوازې تېر کال ۱۵ نویو رسنیو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.»
د مطبوعاتو آزادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ او اروپایي ټولنې هم د خبریالانو او رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او له افغان خبریالانو سره یې د ملاتړ ژمنه کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د دې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د خلکو خپلواکۍ د رسنیو په خپلواکۍ پورې تړلې ده. ګوترش په دې پیغام کې زیاته کړې: «د مطبوعاتو آزادۍ نړۍواله ورځ اساسي حقایق را برسېره کوي، د خلکو خپلواکي د رسنیو په خپلواکۍ پورې تړلې ده. خپلواکې رسنۍ د ټولو په ګټه دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د مطبوعاتو آزادۍ په نړۍواله درجهبندۍ کې، چې د بې پولې خبریالانو له لوري خپور شوی دی، له ۱۷۵ ځای څخه، ۱۸۰م ځای ته رسېدلی دی. که څه هم اسلامي امارت د بې پولې خبریالانو د دغه راپور په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په وار وار ورته راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.