اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: نورستان کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت درې کتابتونونه تجهیز او ورغول شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې د دغه وزارت د عامه کتابتونونو ریاست په هڅو او یوې رضاکاره ټولنې په مرسته، د شپږو میاشتو په موده کې د نورستان په مرکز پارون، کانتیوا او واما ولسوالیو کې درې بابه کتابتونونه تر تجهیز او رغونې وروسته، ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سمیع الحق حق‌بیان د یادې رضاکاره ټولنې هڅې ستایلې او په خبره یې، مطالعه د ټولنې د پرمختګ لپاره اساسي ارزښت لري او د ټولو هغو بنسټونو ملاتړ به وکړي، چې د مطالعې کلتور ته وده ورکوي.

ښاغلي حق‌بیان له نورو بنسټونو هم غوښتي چې د مطالعې فرهنګ دودولو کې خپلې همکارۍ ونه سپموي.

په ورته وخت کې د یادې رضاکاره ټولنې مسوولینو هم د مطالعې فرهنګ پر دودولو ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د نورستان ولایت په نورو برخو کې به هم ورته پروژې عملي کړي.

د دې ټولنې مسوول موسی کلیم زیاته کړې: «زموږ موخه د مطالعې کلتور دود کول او ورته پراختیا ورکول دي، ترڅو ځوانان او نوی نسل مو د مطالعې کلتور سره آشنا شې.»

نورستان د هېواد په ختیځ کې پروت یو له هغه ولایتونو دی، چې اوسېدونکي یې تر ډېره له زده کړو محروم او په تېر کې ورته د پام وړ پاملرنه نه ده شوې. دا ولایت د دنګو غرونو، پراخو طبیعي ځنګلونو او زړه راښکونکو منظرو په لرلو سره، د تېر حکومت له لوري د ملي پارک په نوم ونومول شو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد