آفاق خبري آژانس؛ کابل: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي، چې د روان لمریز کال په زمري میاشت دوه زره او ۳۳۷ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی. د ښاغلي رافع په خبره، دغو کسانو له ځمکنیو بندرونو او هوایي ډګرونو هېواد ته تګ راتګ کړی دی. د دې ادارې د ویاند په خبره، په دې موده کې د ۶۷ مېرمنو په ګډون، ۱۳۰۵ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او همداراز د ۳۰ مېرمنو په ګډون، ۱۰۳۲ تنه له هېواده تللي دي.
محمد حلیم رافع زیاتوي: «د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۳۳۷ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۶۷ ښځینهوو په ګډون ۱۳۰۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۰ ښځینهوو په ګډون، ۱۰۳۲ نور له هېواده وتلي دي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې هېواد ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ د نظارتي سیستمونو پرمختګ او امنیت ټینګښت ښکارندویي کوي. د دوی په باور، د بهرنیو وګړو د تګ راتګ زیاتوالی، د افغانستان سیمهییز او نړۍوال باور لوړوي.
د اقتصادي چارو شنونکی حمیدالله مفید آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «افغانستان د توریزیم په برخه کې نړۍ کې ځانګړی ځای لري، له هغې ډلې د پنجشیر دره، بامیان او نورو ولایتونو کې ګڼو تاریخي آثارو د بهرنیو وګړو پام را جلب کړی دی. د ګرځندوی وده کولی شي د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولري او پخوا افغانستان د ګرځندوی له لارې سلګونه میلیونه کلنی عاید درلود.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عیسی مبارز بیا د ګرځندوی صنعت په اړه وایي: «د ګرځندوی لپاره باید خاص قوانین جوړ شي، څو هغه کسان چې هېواد ته راځي په دې پوه شي، چې له کومو ځایونو لیدنه کولی شي او همداراز موږ په دې برخه کې داسې کسان ورزو، څو راتلونکو ګرځندویانو ته د هېواد تاریخي او لرغونې سیمې وښیي او په اړه یې پوره معلومات ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، تېرو څلورو کلونو کې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ او د بهرنیو وګړو تګ راتګ زمینه برابره شوې ده. د کره شمېرو را ټولولو په برخه کې د دولتي ادارو، په ځانګړي ډول د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ظرفیت لوړېدو، د پالیسۍ جوړولو او نړیوالو تعاملاتو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.