د کب ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځ؛ اقتصادي ستونزې او اطلاعاتو ته نه لاسرسی لا هم پر ځای دي

د کب ۲۷مه د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.
دا ورځ د پلازمېنې په ګډون هېواد په ګوټ، ګوټ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

د دې ورځې په را رسېدو سره، یو شمېر خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو د خبریالانو او رسنیو اقتصادي ستونزو او معلوماتو ته پر وخت نه لاسرسي په اړه څرګندونې کړې او له مسوولینو یې د دې ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

دا ستونزې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لا هم د یوې جدي ننګونې په توګه مطرح دي.
که څه هم اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې هېواد کې د خبریالانو حقونو ته ژمن دي او هڅې کوي هغوی ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې ورځ تر ډېره د خبریالانو وضعیت او د هغوی د کاري شرایطو په اړه خبرې کېږي، څو رسنۍ وکولی شي په اغېزمنه توګه اطلاع رسونې ته دوام ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد