د غزې سترګی

د لومړي ځل لپاره «پلستیا العقاد» د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې، غزه کې د نسل‌وژنې له پیل څه موده وروسته، په انسټاګرام کې راڅرګنده شوه. هغه یوازې ۲۱ کلنه وه، خو ډېر ژر د هغو نامتو خبریالانو له ډلې شوه چې د غزې له زړه یې راپورونه ورکول. پلستیا به د خبریالۍ آبي واسکټ او خولۍ اغوستو وو او یو په بل پسې به یې ویډیوګانې خپرولې، څو هغه ویجاړۍ او ویره په ډاګه کړي، چې اسراییلي رژیم له لوري ترسره کېدل. هغه د نسل‌وژنې په لومړیو ورځو کې په یوه سمبولیکه څېره بدله شوه او بالاخره وتوانېده چې غزه پرېږدي او استرالیا ته ولاړه شي او هلته له خپل کاکا سره ژوند ته دوام ورکړي.
پلستیا د غزې د ټولو خبریالانو په څېر، په یوه ځانګړي حالت کې وه؛ هغې په یوه وخت هم د غزې د جنایتونو په اړه راپورونه ورکول او هم یې د اسراییلي رژیم تر بمباریو لاندې د خپل ژوند ژغورلو مسوولیت پر غاړه درلود. په همدې موده کې هغې ورځنۍ خاطرې ولیکلې، چې د نسل‌وژنې د لومړیو ۴۵ سختو او ویجاړوونکو ورځو جزییات پکې بیان شوي دي.
هغه مهال د پلستیا ویډیوګانې او راپورونه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شول. هغه کسان چې د هغې راپورونه یې کتل، د دې زړورتیا او سرښندنو ته یې درناوی کاوه چې څه روان دي، هماغسې یې نړۍ ته وښودل. «د غزې سترګې» د هغې د هغه کتاب نوم دی چې تازه یې د خپلو یادښتونو پر بنسټ خپور کړی، څو د فلسطین د روانې نسل‌وژنې یوه برخه روایت کړي. هغه ټینګار کوي چې څه یې په ۲۰۲۳ کال کې تجربه کړي، د تېرو دوو کلونو پر مهال په غزه کې روان وو. دا کتاب لوستونکي د هغو وېرونکو صحنو ته بیايي چې هغې لیدلې وې او د فلسطیني وګړو نه ماتېدونکې اراده او روحیه څرګندوي.
لوستونکی شاهدان دي، د پلستیا ژوند د دې کتاب په پاڼو کې د تل لپاره بدلېږي؛ هغه هڅه کوي چې په یوه وخت هم د خبریالې او هم د نسل‌وژنې د شاهدې په توګه خپل ځای ومومي. د هغې خاطرې د اسرائیلو د جنایتونو ژوندی سند دی، په داسې حال کې چې سانسور او تبلیغات مخ په زیاتېدو دي، له شک پرته د پلستیا خبرې او تجربې به د تاریخ یوه مهمه برخه وګرځي او نن موږ یوازې دا هیله کولی شو چې دا کتاب د پوهاوي په زیاتولو او د بدلون په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، څو یو وخت د یوه آزاد فلسطین شاهدان واوسو.
دې خبریالې د خپل کتاب د لیکلو او خپرولو په اړه زیاته کړې: «کله چې د نسل‌وژنې پر مهال مې لیکل کول، ژوندۍ پاتې شوم او غزه مې پرېښوده، نو بېرته مې خپل یادښتونه ولوستل او خپروونکو راسره اړیکه ونیوله. یادښتونه شخصي وي، خو له بلې خوا داسې کیسه ده چې میلیونونه خلک ورسره ځان تړلی احساسولی شي. دې پایلې ته ورسېدم چې دا خاطرې یوازې زما کیسه نه ده؛ نو احساس مې وکړ که یې خپره نه کړم، دا به ښه کار نه وي.»
د دې لیکوالې په وینا، داسې ښکاري چې د دې ټولو جنایتونو سره سره، د اسرائیلي رژیم لپاره هېڅ رښتینې سره کرښه نشته. دغه رژیم دوحه بمبار کړه؛ همداراز یې فلسطین، تونس، قطر، یمن، سوریه او د لبنان جنوب بمبار کړل؛ نو سرې کرښې چېرته دي؟ او ولې موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې دا کارونه پکې اجازه لري؟ زه فکر کوم هر څوک، که فلسطینی وي او که غیر فلسطیني، باید د هغه څه له امله، چې اسرائیلي رژیم یې کوي او نړۍ یې ملاتړ او اجازه ورکوي، باید د ګواښ او خطر احساس وکړي.
دې خبریالې «هیله» د غزې د خلکو تر ټولو پیاوړې وسله بللې او زیاته کړې یې ده: «یوازې هیله ده، چې اسرائیل یې نشي بمبارولی. ښکاره ده چې کله ناکله د نهیلۍ او بې‌وسۍ احساس کوم، خو ځینې وخت له ځانه سره وایم، هېڅ شی د تل لپاره نه وي. اشغال به د تل لپاره پاتې نه شي، یوه ورځ به فلسطین ازاد شي؛ نو هر څومره چې ناهیله شم، هڅه کوم بېرته پر هیله منګولې ټینګې کړم. فکر کوم دا د ډېرو فلسطینیانو ځانګړنه ده.»
العقاد د خپلو یادښتونو په پای کې ټینګار کړی: «غواړم خلک پوه شي چې د غزې سترګې (The Eyes of Gaza)یوازې زما کیسه نه ده او کله چې دوی دا کتاب لولي، دې ته پام وکړي چې شاوخوا دوه میلیونه کسان په غزه کې لا هم له هغو حالاتو سره مخ دي، کوم چې زه ورسره مخ شوې یم. زما تجربه یوازې ۴۵ ورځې وه، خو اوس د غزې خلک نږدې ۷۰۰ ورځې کېږي چې د نسل‌وژنې تر ګواښ لاندې ژوند کوي.»

مطالب بیشتر:  له غزې وروسته نړۍ: یو تاریخ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *