سراج‌الدین حقاني: د پاکستان «پوځي رژیم» د نورو د ګټو لپاره د ملتونو ترمنځ ستونزې جوړوي

کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستاني پوځ د دوشنبې شپې په هوایي بریدونو کې، خاورو ته د قربانیانو د سپارلو مراسم د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني، د پاکستاني پوځ اقداماتو ته په اشارې وویل چې اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې کمزوری نه دی، خو د هغه په وینا، دوی نه غواړي چې بحران نور هم ژور شي.
د کورنیو چارو وزیر په دې مراسمو کې زیاته کړه: «اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې کمزوری نه دی، خو په خبره یې نه غواړي چې بحران لا ژور شي. د هغه په وینا سره له دې چې اسلامي امارت پرمختللې وسلې نه لري، خو ټینکار کوي چې که د افغانانو ترمنځ وحدت او عزم موجود وي، نو افغانستان به تل سرلوړی او خپواک وي.»

ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې د پاکستان «پوځي رژیم» د بهرنیو د ګټو لپاره په ظالمانه کړنو سره د دواړو ملتونو ترمنځ واټن زیات کړی او ستونزې یې راولاړې کړې دي. ښاغلي حقاني د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «د پاکستان “پوځي رژیم” ظالمانه اعمال د پردیو ګټو لپاره د دواړو ملتونو ترمنځ واټونو او ستونزې رامنځته کوي.»

دلته د کابل په سرای شمالي کې پر یوه غونډۍ، د پنځوسو هغو قربانیانو د جنازې مراسم دي، چې د دوشنې په شپه د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې یې ژوند بایلود. قربانیان یو په بل پسې د امبولانسونو له لارې سیمې ته راوړل کېږي او خپل وروستي استوګنځي (قبر) ته د سپارلو لپاره بدرګه کېږي؛ هغه شېبې، چې د دغه بشري ناورین ژوروالی په ډاګه کوي.

مطالب بیشتر:  په سپین چک سره د ایران منځګړیتوب؛ ایا د کابل او اسلام آباد ترمنځ تاوتریخوالی به حل شي؟

د قربانیانو په منځ کې داسې تابونونه هم موجود دي، چې د پېښې د شدت له امله یې، یوازې د اندامونو ټوټې پکې ځای پر ځای شوې دي؛ هغه ویر چې د جنازې مراسمو فضا یې لا دردوونکې کړې ده. مسوولین وایي، د یو شمېر قربانیانو جسدونه د سختو ټپونو له امله د پېژندنې وړ نه دي او له همدې امله په ډله‌ییز ډول خاورو ته سپارل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وایي، د پاکستاني پوځ د دوشنبې شپې په دغو هوايي بریدونو کې ۴۰۸ کسانو ژوند بایللی او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

شرافت زمان امرخېل د قربانیانو د شمېر په اړه زیاته کړه: «کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستاني پوځ په هوايي بريد کې ۴۰۸ کسانو ژوند بایللی او ٢٦٥ نور ټپیان شوي دي.»

له بلې خوا، د قربانیانو یو شمېر خپلوان لا هم د خپلو عزیزانو په لټه کې دي او په اندېښنې سره د هغوی برخلیک تعقیبوي. هغوی د خپل درد او غم تر څنګ، د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې دا پېښه د یوې بشري فاجعې په توګه وغندي.

د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې په شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې، پاکستان د کابل د هوايي حریم په نقض سره د پلچرخي په سیمه کې د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز په نښه کړ، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۷۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د دې پېښې په غبرګون کې اسلامي امارت خبرداری ورکړی چې د دغه برید پر وړاندې به متقابل اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *