د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو حل په پار د هلو ځلو دوام

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو په اتمه ورځ، د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ، د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره ناسته کې، د دواړو لورو ترمنځ د نښتو پر پای ته رسېدو او د خبرو اترو له لارې د ترینګلتیاوو پر حل ټینګار شوی دی.

په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن او د پاکستان جماعت اسلام ګوند مشر حافظ نعیم‌الرحمن ویلي، چې له افغانستان سره اختلافات باید د خبرو اترو او سیاسي تعامل له لارې حل شي او د پوځي نښتو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی.

بل‌خوا بیا د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي تر هغه چې اسلامي امارت د وسله‌والو له ملاتړ لاس وانخلي، سوله به ټینګه نشي.

په همدې حال، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په روسیه کې د اسلامي امارت له سفیر سره لیدنه کې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د اندېښنې وړ بللی او د دې اختلافاتو د حل لپاره یې پر ډیپلوماتیکو لارو ټینګار کړی دی. هغه همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچونو کمولو لپاره منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.

په ورته وخت کې، د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزارتونو په جلا جلا اعلامیو کې له کابل او اسلام‌آباد غوښتي، څو خپل اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «موږ له کابل او اسلام‌آباد غواړو چې له مخامخ کېدو ډډه وکړي او اختلافات د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

مطالب بیشتر:  وثیق: د چا شخصي شتمنۍ نه دي ضبط شوې او الله‌ګل مجاهد د قتل په تور زنداني دی

خو له دې سره سره، د چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو کړکېچونو ته په اشارې وایي، چې د اسلام‌آباد له لوري د تورونو دوام، د سیمې له ثبات سره مرسته نشي کولی. د هغوی په باور، د ملي حاکمیت هر ډول نقض او د نښتو زیاتوالی یوازې بې‌باوري زیاتوي او اصلي حل‌لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ مسؤلانه خبرې اترې او متقابل درناوی دی.

سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ په دې اړه وایي: «د موجود حساس وضعیت په پام کې نیولو سره، ډېری افغانان د داسې تضمین شوې نړیوالې تګلارې د رامنځته کېدو غوښتونکي دي چې د دې ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي، او ټینګار کوي چې هر ډول اختلاف باید د سیاسي لارو، خبرو اترو او د سیمې او نړیوالې ټولنې د منځګړیتوب له لارې حل شي، نه د پوځي تقابل له لارې.»

دا په داسې حال کې ده چې د اتو ورځو په تېرېدو سره، لا هم د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ترینګلتیاوې او متقابل بریدونه دوام لري. تر اوسه داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې له مخې یې دې، دواړه هېوادونه د نښتو د درولو اراده ولري او نه هم د خبرو اترو د پیل یا د کړکېچ کمولو لپاره کوم شین څراغ ښودل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *