آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري افغانستان سره د امریکا پاتې مرستو د بندېدو په غبرګون کې وایي، چې د دې مرستو بندېدل به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت جدي اغېز ونه کړي.
عبداللطیف نظري په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «د اسلامي امارت سیاست په اقتصادي برخه کې د ملي تولیداتو پیاوړتیا، له کورنیو ظرفیتونو استفاده او د خصوصي سکتور وده ده. اقتصادي وده باید له همدې لارې وي، نه پر بهرنیو مرستو د اتکا له لارې. بناء بهرنۍ مرستې د هېواد پر اقتصادي وضعیت جدي اغېز نه لري.»
رویټرز خبري آژانس د سهشنبې په ورځ (وري ۱۸مه) راپور ورکړ، چې د ټرمپ دولت هوډ لري افغانستان سره ټولې بشري مرستې بندې کړي. د امریکا نړۍوالې پرمختیایي ادارې (USAID) د بشري چارو رییس او څو نورو سرچینو ویلي، چې د ټرمپ دولت د دې پرېکړې په ترڅ کې به له بېلابېلو هېوادونو سره د امریکا مرستې بندې شي.
په همدې حال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري ناسته کې، افغانستان سره د بایډن دولت له لوري، پر شویو مرستو نیوکه کړې ده.
ډونالډ ټرمپ په دې خبري ناسته کې زیاته کړې: «موږ له ډېرو هېوادونو سره مرستې کړې دي. ښایي باور مو ونشي، چې موږ افغانستان ته زیاتې پیسې ورکړې دي. البته دا کار د بایډن حکومت پر مهال شوی. هغه نه یوازې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو په وتلو سره امریکا وشرموله، بلکې میلیاردونه ډالر یې د هغوی په واک کې ورکړل. موږ له خپلو ملګرو په ښه توګه ساتنه کوو، خو نه له خپلو دښمنانو.»
له دې سره هممهاله، د خوړو نړۍوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې، د افغانستان په ګډون په ۱۴ هېوادونو کې د امریکا دولت له لوري د بېړنیو مرستو بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې که دا پرېکړه عملي شي، ښایي میلیونونه کسان د لوږې او مرګ له ګواښ سره مخ کړي.
په همدې حال، د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې په دوامداره توګه په بهرنیو مرستو د یوه هېواد تکیه، د حل لار نه ده.
د اقتصادي چارو شنونکي محمد عیسی مبارز په دې اړه آفاق ته وویل: «د دغو مرستو په بندېدو سره به هېواد کې د لوږې کچه لوړه او اقتصاد به کمزوری شي. افغانستان به تر کومه په بهرنیو مرستو تړلی وي؛ دا هېوادونه تل تر تله افغانستان سره مرسته نه کوي، باید د دې ستونزې د هواري لپاره دایمي حللاره ولټول شي.»
د مرستو رسولو په برخه کې د یوه بنسټ د شمېرو له مخې، د امریکا په دې پرېکړې سره به، افغانستان سره ۵۶۲ میلیون ډالر، یمن سره ۱۰۷ میلیون ډالر، سومالیا سره ۱۷۰ میلیون ډالر، سوریې سره ۲۳۷ میلیون ډالر او غزې سره به د ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته بندې شي، چې ټولټال ۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.