د اسلام‌آباد پرله‌پسې ادعاوې؛ پاکستان ولې د خپل بام واورې پر کابل اچوي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان لومړي وزی شهباز شریف په خپل تازه دریځ کې یو ځل بیا د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو بهرنیو اړیکو کې روښانه مسیر وټاکي. هغه ټینګار کړی، چې افغانستان اړ دی، د پاکستان او پردیو ترمنځ یو لوری وټاکي.

ښاغلي شریف زیاته کړې، چې اسلام‌آباد له کابل سره د دوستانه او سوله‌ییزو اړیکو غوښتونکی دی، خو له ترهګرو ډلو هر راز ملاتړ به، د افغانستان له اوسني حکومت سره د همکاریو پای‌ته رسېدو په مانا وي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف زیاته کړې: «غواړم د افغانستان دولت ته روښانه پیغام ورکړم، چې د پاکستان او د اسلام‌آباد د مخالفینو ترمنځ باید یو انتخاب ولري. موږ له افغانستان سره د دوستانه او سوله‌ییزو اړیکو غوښتونکي یو او که افغانستان هم داسې څه غواړي، موږ چمتو یو. خو که افغانستان له ترهګرو د ملاتړ نیت لري، له هغه هېواد سره به هېڅ راز اړیکې ونه لرو.»

که څه هم اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر د دې خبرداري په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس ویلي وو، چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو هېڅ مرکز او فعالیت نشته او په خبره یې، افغانستان خپله د دغو ډلو د تخریبې کړنو قرباني دی.

له دې سره هم‌مهاله، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاستونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت پر وړاندې لوی خنډ دی او په خبره یې، دا چاره د ثبات رامنځته کولو پر ځای، تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ ته دوام ورکوي.

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال د پاکستان د لومړي وزیر د دې ادعا په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «پاکستان خپله له کلونو راهیسې د ترهګرو په پټنځای بدل شوی او د سیمې په هېوادونو کې د بې‌ثباتۍ او بې‌نظمۍ لامل شوی، چې دا چاره د هېوادونو د اندېښو لامل هم شوې.»

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان له داسې تګلارو استفاده کوي، چې نه غواړي افغانستان سره سیاسي، ډیپلوماټیکې، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې جوړې کړي او د سولې او ثبات پر ځای، جګړې او تاوتریخوالي ته په سیمه کې دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان له هوایي بریدونو وروسته، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ترینګلتیاوو یو ځل بیا زور اخیستی دی. تر دې وړاندې اسلامي امارت د دې بریدونو په غبرګون کې، کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و او د افغانستان پر خاوره یې برید ښکاره یرغل او کلکه یې غندلی و.

پاکستان داسې مهال دا ادعاوې کوي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی، چې هېچاته اجازه نه ورکوي، د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو پر وړاندې وکاروي او له پاکستاني لوري یې غوښتي، چې د دا ډول ادعاوو په اړه کابل سره شواهد شریک کړي. د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی، چې پاکستاني امنیتي ادارې د خپل هېواد د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلې او هڅه کوي، د نړۍوالې ټولنې د پام جلبولو سره خپلې ناکامۍ پټې او همداراز د خپل بام واورې پر کابل واچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *