آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې د څرګندونو په غبرګون کې وایي، چې اسلامي امارت د نړۍوالو بشري مرستو په وېش او لګښت کې هېڅ راز لاسوهنه نه ده کړې. ښاغلي نظري آفاق خبري آژآنس سره خبرو کې زیاته کړه، چې اسلامي امارت مرسته کوونکو بنسټونو سره یوازې د اسانتیاوو برابرولو او د مرستو وېش بهیر د ارزونې په برخه کې همکاري کړې ده.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه وویل: «اقتصاد وزارت په بشري مرستو کې هر راز مداخله او لاس لرل په کلکه ردوي. موږ د مرستو وېش په بهیرونو کې هېڅ راز لاسوهنه نه ده کړې او نه به یې وکړو. زموږ هڅه دا ده، چې د مرستندویه بنسټونو لپاره لا اسانتیاوې برابرې او ورسره همکاري وکړو.»
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې په بشري مرستو کې د سرپرست حکومت د لاسوهنې په اړه د اندېښنو له امله یې، افغانستان سره خپلې مرستې ځنډولې دي.
د دغه وزارت ویاندې ویلي، چې دا تصمیم یې له اوږدمهاله اطلاعاتي ارزونو او د ملګرو ملتونو له سرچینو د ناوړه ګټې اخیستنی د مخنیوي په پار، نیولی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویانده تمي بروس زیاته کړې: «د خوړو به برخه کې لغوه شوي لوی پروګرامونه افغانستان او یمن کې دي. دا ګام د یوه اجرایيوي فرمان پر بنسټ د هغو اوږدمهاله اندېښنو له امله اوچت شوی، چې ګواکې یادې مرستې یمن کې د حوثیانو او افغانستان کې د سرپرست حکومت چارواکو لاس ته لوېږي. له همدې امله د امریکا پرمختیایي ادارې له یمن سره مرستې بندې کړې او په موقت ډول یې افغانستان ته هم د مرستو استول ځنډولي دي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د نړۍوالو مرستو بندېدل او کمښت کولی په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زیاتې او د عامو خلکو ژوند اغېزمن کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالظهور مدبر په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې داسې وویل: «هرکله چې مرستې بندې او یا هم کمې شي، له بدغه مرغه دا چې موږ دا مهال له بحران سره مخ یو، ښایي اقتصادي وضعیت لا بحراني او په نهایت کې د خلکو پر عمومي ژوند منفي اغېز وکړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي سید مسعود بیا په دې اړه داسې نظر لري: «د مرستو بندېدل به، په ځانګړي ډول د هغو بنسټونو له لوري، چې د ملګرو ملتونو لوی تمویلوونکي او مرسته کوونکي دي، ناوړه پایلې ولري او زه فکر کوم چې دا اغېزې به په افغانستان کې هم د خوړو خوندیتوب په برخه کې محسوس شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز خبري آژانس د روانې اونۍ سهشنبې په ورځ (وري ۱۸مه) راپور ورکړ، چې د ټرمپ حکومت غواړي، افغانستان سره ټولې بشرپاله مرسته بندې کړي.