آفاق خبري آژانس؛ کابل: سپینې ماڼۍ ته نږدې د یو افغان له لوري د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې د افغان کډوالو پر وړاندې د امریکا د کډوالۍ په پالیسۍ کې ناڅاپي بدلون راوستی دی.
ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د کډوالۍ ضد پالیسۍ زیاتې کړي چې د کډوالۍ د کارپوهانو په وینا، د امریکا د کډوالۍ پالیسۍ په وروستیو لسیزو کې د پام وړ بدلون کړی دی.
د امریکا ولسمشرپه پنسلوانیا کې په یو اقتصادي فورم کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان، هایټي او سومالیا په څېر د دریمې نړۍ هېوادونو څخه د کډوالو منل یې په دایمي ډول بند کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
« ما د دریمې نړۍ له هیوادونو څخه کډوالي بنده کړې ده. زه غواړم چې متحده ایالات د سویډن، ډنمارک او ناروې په څیر هیوادونو څخه کډوال ومني.»
امریکا یوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون یې د ۱۸ نورو هیوادونو د ګرین کارتونو او امریکا د تابعیت په ګډون د ټولو کډوالو غوښتنلیکونه ځنډولي دي.
په دې هیوادونو کې افغانستان، میانمار، چاد، د کانګو جمهوریت، ګینه استوايي، اریتریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، یمن، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا شامل دي.
په ورته مهال، د کډوالۍ ځینې شنونکي د امریکا دا اقدام د کډوالۍ د ټولو اصولو خلاف ګڼي او له متحده ایالاتو غواړي چې پر خپل چلند بیا کتنه وکړي.
په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ، له پولیټیکو سره په یوه مرکه کې، په اروپایي هېوادونو هم برید وکړ او د کډوالۍ په کنټرول کې د پاتې راتلو له امله یې نیوکه کړې وه.
