مجاهد: افغانستان امن او باثباته دی او له دې اړخه هیڅ امنیتي ګواښ نشته

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د سفر د امنیت په تړا د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت د اندېښنو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې دغه هېواد امن دی او هیڅ ډول امینتي ګواښ یا خطر پکې نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:«د افغانستان اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې هیواد یې خوندي او باثباته دی او په هیواد کې هیڅ ډول امنیتي ګواښ یا خطر نشته. هر ډول ادعاوې او اندیښنې چې څرګندې شوي بې اساسه او دروغ دي او اسلامي امارت یې ردوي.»

په ورته مهال د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته لارښونه کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وروستیو نښتو او نامناسب امنیتي وضعیت له امله دې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

یاد وزارت دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د حضوري قنسولي خدماتو وړاندې کول ممکن نه دي او د مستقیمې مرستې لپاره د بریټانیا دولت وړتیا ډیره محدوده ده.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: « د FCDO دفتر لارښوونه کوي چې افغانستان ته سفر ونکړي، په دې هیواد کې امنیتي وضعیت بې ثباته دی او له پاکستان سره تاوتریخوالی پخوا په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي لامل شوی دی. په ټول افغانستان کې سفر خورا خطرناک دی او اوس مهال یو شمیر سرحدي لارې تړل شوې دي.»

سره له دې چې د امنیت ټينګښت د اسلامي امارت یوه مهمه لاسته راوړنه شمېرل کیږي، پوښتنه دا ده چې ولې هېوادونه لا هم په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي؟

د سیاسي چارو شنونکی سید عباد الله صادق وایي:«د دواړو خواوو ترمنځ په دې وروستیو کې لاسلیک شوی تړون ټینګار کوي چې هیڅ هیواد به له امنیتي پلوه د افغانستان له امله امنیتي ګواښ سره مخ نشي. په هرصورت، هغه هیواد چې تل یې هڅه کړې چې افغانستان ناامنه کړي او حتی په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړي پاکستان دی. د هیواد ستراتیژیک هدف داسې ښکاري چې افغانستان نړۍ ته د یو ناامنه هیواد په توګه معرفي کړي.»

د نظامي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وایي:«د ګډو ګټو هیوادونو، په ځانګړې توګه د انګلستان لخوا د دې بیان صادرول او د دوی وګړو ته د افغانستان له سفره د ډډه کولو مشوره، تر ډیره حده سیاسي اړخ لري. په تیرو څلورو کلونو کې، د افغانستان حکومت توانیدلی چې په ښارونو کې پراخه امنیت رامنځته کړي او دا حقیقت ښیي چې په هیواد کې عمومي امنیت ډاډمن شوی دی. د دې اقداماتو وروستۍ موخه داسې ښکاري چې د شخړو اداره کول او د افغانستان د حکومتدارۍ په پروسو کې سیاسي ګټې اغیزمنول دي.»

بريتانیا تر دې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی وو چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او د ډیورنډ فرضي پولې په اوږدو کې وروستیو تاوتریخوالو هم ځینې هیوادونه دې ته وهڅول چې د خپلو سفري لارښوونو په اړه بیا غور وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې، له بیلابیلو هیوادونو د سیلانیانو زیاتوالی ښيي چې دغه هیواد ته د سفر کولو لپاره د نړیوالو د لیوالتیا زیاتوالی په ګوته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *