غزه کې د انساني وضعیت په اړه د نړیوالو خبرداریو دوام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په غزه کې د اسراییل له لوري د ۳۷ نړیوالو مرستندویه بنسټونو د فعالتیونو د بندیدو په تړاو له خبرداري ورسته، د ملګروملتونو عمومي منشي، په دې تړانګه کې د یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو د فعالیت د ځنډولو په اړه د اسراییلي رژیم د پریکړې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او د دې پریکړې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه بیانیه کې ویلي چې دا پریکړه د مخکنیو محدودیتونو په دوام شوې او داچاره غزې ته د خوراکي توکو او درملو د مرستو د ځنډ لامل شوې ده.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي:« دا بحران به د فلسطینیانو انساني بحران زیات کړي، دا نړیوال بنسټونه د بشردوستانه حیاتی فعالیتونو لپاره اړین دي او ځنډ یې کولی شي د غزې تړانګه کې په اوربند کې ترلاسه شوی ماتېدونکی پرمختګ له منځه ولاړ شي.»

په ورته مهال، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له فلسطینیانو سره په مرستو کې د محدودیتونو پر دوام نیوکه کړې او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یې د وخت د فرعون په توګه یاد کړی دی.

نوموړي له فلسطینیانو سره پر پیوستون ټينګار وکړ او وویل چې په غزه کې به د نتنیاهو اقدامات بې ځوابه پاتې نه شي.

هغه د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وویل چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د فلسطین د قضیې په تړاو له ټرمپ سره ټیلفوني خبرې وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي:«د ۲۰۲۶ کال په پیل کې له فلسطین سره په ځانګړې توګه د ګالاتا پله باندې د پیوستون صحنې، دا تاییدوي چې فلسطینیان یوازې نه دي. د غزې د ماشومانو د کړاو صحنې به د انسانیت په وجدان کې پاتې شي او د مظلومانو ښیرا به د دې وضعیت د مسؤلینو لمن ونیسي، انقره به غزې ته د بشري مرستو لیږلو ته دوام ورکړي او د فلسطین په ملاتړ کې به خپل ثابت دریځ وساتي.»

مطالب بیشتر:  کابل کې د چین سفیر: نږدې راتلونکي کې د کندهار میرویس حوزوي روغتون د رغولو چارې پیلوو

دا په داسې حال کې ده چې ۵۳ نړیوالو مرستندویه بنسټونو له هغې ډلې د بښنې نړیوال سازمان، بې پولې ډاکټرانو او اکسفام هم په غزې تړانګه کې د ځینو مرستندویه بنسټونو د فعالیت د لغوه کېدو له انساني پایلو خبرداری ورکړی.

د دغو بنسټونو په وینا، ۳۷ نړیوالو بنسټونو خبرداری ترسره کړی چې له مخې یې باید په ۶۰ ورځو کې خپل فعالیت بند کړي، هغه اقدام چې د دوی په وینا ملکي وګړو ته د مرستې رسونې بهیر سخت ګډوډوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *