کابل کې د چین سفیر: نږدې راتلونکي کې د کندهار میرویس حوزوي روغتون د رغولو چارې پیلوو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه غږېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کابل ملي روغتون لپاره د طبي تجهیزاتو برابرولو، د دوديز طب لپاره د انسټیټیوټ جوړول او په کندهار کې د میرویس سیمه‌ییزې روغتون د بیارغونې په اړه خبرې کړې دي.

د خبر پاڼې له مخې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د روغتیا سیسټم پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په طبي وسایلو د روغتونونه سمبالول اړین بللي په دې برخه کې یې د چین له سفیر د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼه کاږي، چې په دې لیدنه کې د چین سفیر د روغتونونو پراختیا او بیارغونې پروژو سربېره، د روغتونونو لپاره د درملو او روغتیایی تجهیزاتو په برابرولو کې د همکارۍ ترڅنګ، ژمنه کړې چې ډېر ژر به د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د بیارغولو چارې پیل کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد