د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت وياند سيف الاسلام خيبر په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې دغه وزارت د روان لمریز کال (سلواغه) میاشت کې د پلازمېنې په ګډون ټول هېواد کې ټولټال یو زر او ۱۸۵ شکایتونه ثبت کړي، چې له دې ډلې یې ۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.
د ښاغلي خیبر په خبره، یاد وزارت په دې موده کې د پلازمېنې په ګډون په ټولو ولایتونو کې مېرمنو ته د حقونو د ورکړې او خوندیتوب په موخه د ۳۰ مېرمنو حقونه تضمین، تثبیت او هغوی ته ورکړل شوي دي. په دې لړ کې نهو مېرمنو ته د میراث حق ورکړل شوی، د ۱۰ مېرمنو د جبري نکاح مخه نیول شوې، له کورني تاوتریخوالي سره د مخ اوو مېرمنو حقونه تامین شوي او همداراز دوې نورې مېرمنې له کورني بند څخه خلاصې شوې دي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند په دې خبري غونډه کې زیاته کړه، چې د ټولنیز عدالت، یووالي او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه د دغه وزارت محتسبینو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۲۸ دښمنۍ په دوستۍ اړولې دي.
سیف الاسلام همداراز په ټولنه کې د خرافاتو او فساد مخنیوي په پار ویلي، چې دغه وزارت په تېره (سلواغه) میاشت کې ۱۲ کوډګر نیولي او د لا څېړنو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.
د امر بالمعروف وزارت ویاند په دې غونډه کې د سالم اقتصادي چاپېریال او اسلامي ارزښتونو سره سم راکړې ورکړې په موخه، په ټول هېواد کې له سوداګرو سره د نرخونو، احتکار او سود مخینوي په موخه ۷۰ اصلاحي ناستې کړې دي.
ښاغلي سیف الاسلام په دې ناسته کې د اوولسو اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو هغې ناستې ته چې د روان لمریز کال (سلواغې ۲۷مه) په کاناډا کې جوړه شوې وه او ویلي وو، چې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت محستبین ښځې له محرم پرته په رستورانتونو او ښارونو کې نه پرېږدي، هم غبرګون وښود او دا یې له حقیقه لرې وباله او ټینګار یې وکړ، چې دا اوس هم کابل ښار کې د نارینهوو په پرتله د ښځو شمېر زیات دی.