آفاق خبري آژانس؛ کابل: په کونړ، ننګرهار، نورستان، لغمان او پنجشیر ولایتونو کې له سختې زلزلې څخه د دریو ورځو په تیرېدو سره د تلفاتو شمېر لا هم په زیاتېدو دی. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې تر دې دمه په دې مرګونې زلزله کې یو زره او ۴۵۷ تنو ژوند بایللی او درې زره او ۳۹۴ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال، اقتصاد وزارت زیانمنو شویو ته د مرستو د چټکتیا په موخه له ملي او نړیوالو ادارو سره یوه ناسته وکړه. د یاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په دې ناسته کې د اقتصاد وزارت مشرتابه له کورنیو او بهرنیو ادارو څخه غوښتي چې زیانمنو ته د اړینو توکو د رسولو په برخه کې له اسلامي امارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
عبداللطیف نظري زیاتوي: «د هېواد په اقتصاد وزارت کې له ملي او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو کې ناسته کې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویه بنسټونو وغوښتل شول، چې اسلامي امارت سره د اړتیا وړ توکو لکه روغتیایي توکي، خیمې، خوړو، څښاک پاکو اوبو برخو کې هر اړخیزه مرسته وکړي. موږ یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړو، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د زلزله ځپلو ترڅنګ ودرېږي.»
له یادې پېښې وروسته یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له هغې ډلې ملګروملتونو د زیانمنو شویو د ملاتړ په موخه بیړنۍ مرستې پیل کړې. د ملګروملتونو لوی منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې له خلکو سره د مرستې لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموي، خو اوسنۍ بشري بودجه اړتیا ته د رسېدنې لپاره بسنه نه کوي.
د ښاغلي ګوتریش مرستیال، ټام فلیچر هم افغانستان ته د بیړنیو مرستو د زیاتوالي لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده. د ملګروملتونو د لوی منشي ویاند سټیفان دوجاریک زیاته کړې: «د افغانستان له زلزله ځپلو سره له بیړنۍ صندوق څخه د لومړنۍ مرستې په توګه پنځه میلیونه ډالر ځانګړي شوي، ملګري ملتونه له همکارو بنسټونو سره زیانمنو شویو ته د مرستې راټولولو په حال کې دي، د دې ترڅنګ له افغان چارواکو سره په زیانمنو شویو سیمو کې د بیړنیو اړتیاوو د ارزونې په حال کې یوو، ملګري ملتونه به له افغانانو سره د مرستې لپاره هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.»
د دې ترڅنګ په لرې پرتو سیمو کې د مرستې رسونې عملیات لا هم دوام لري، خو په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي په وینا، د ځمکې ښوېدو او غرنیو شرایطوو زیانمنو شویو سیمو ته لاسرسی سخت محدود کړی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږی کوونکی اندریکا راتواته ویلي: «یو مهم ټکی مو چې په دې زلزله کې باید په یاد وي د هرات د زلزلې خلاف دا دی چې دا سیمه ډیره غرنۍ ده او د زلزلې له امله د ځمکې او ډبرو ښوېدو دغو سیمو ته لاسرسی محدود کړی، نو دې مسلې زموږ لپاره یوه لویه ستونزه رامنځته کړې، له همدې امله موږ ډیرو چورلکو ته اړتیا لرو، موږ د مرستو د زیاتوالي لپاره له نړیوالې ټولنې سره په اړیکه کې یوو، ځکه ډیر فرصت نه لرو.»
په ورته مهال، د ماشومانو د ژغورنې بنسټ یا سیف د چلډرن هم ویلي چې لارې بندې دي او زیانمنو شویو سیمو ته د مرستې رسونې لړۍ له خنډ سره مخ ده. یاد بنسټ زیاته کړې چې دمګړۍ زرګونه ماشومان د خوړو، څښاک اوبو او سرپناه د کمښت له امله په بحرانی وضعیت کې دي.
د ویلو ده چي د افغانستان د ختیځ زلزلې پراخ نړیوال غبرګونونه هم راپارولي چې له دې ډلې تر اوسه شاوخوا ۳۰ هېوادونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. د خواخوږۍ د دې پیغامونو په دوام، د مالزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي چې هېواد یې له افغانانو سره خواخوږي څرګندوي.
د مالزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د دې زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره زیاته کړې: «د هغو کسانو په اړه فکر کوو او دعا ورته کوو چې په دې دردونکې پېښه کې یې خپلوان له لاسه ورکړي دي.»
د ناروې پادشاه هم د خواشینۍ په څرګندولو سره د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم له زندان څخه په یو پیغام کې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.عمران خان زیاته کړې: «په دې سختو شیبو کې په کلکه د خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ یوو.»
دغه مرګونې زلزله د یکشنبې په شپه ۱۱:۴۷ دقیقې د ځمکې په ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې د ریښتر په کچه ۶ درجو سره رامنځته شوه چې له امله یې سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړ او زرګونه نور ټپیان شول.