کابل ته د پاکستان تازه شرط؛ ټي ټي پي یا اسلام آباد

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل پر وړاندې د پاکستاني چارواکو د سختو دریځونو په دوام، د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز عاصم منیر ویلي چې اسلامي امارت باید د تحریک طالبان پاکستان ټي‌ ټي ‌پي او له اسلام آباد سره د اړیکو ساتلو ترمنځ یو انتخاب وکړي.

منیر، چې د پوځي افسرانو او سرتیرو یوې غونډې ته وینا کوله، د پاکستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر دفاع ټینګار وکړ.

د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو لوی درستیز عاصم منیر وايي:«اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي او د پاکستان حکومت ترمنځ له انتخاب کولو پرته بله چاره نه لري. هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د پاکستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا یا ارادې ته ګواښ وکړي»

په ورته مهال، یو شمیر نور پاکستاني سیاستوال بیا بیلابیل نظرونه لري.

پخوانی لومړی وزیر او د پاکستان عوامي ګوند رییس شاهد خاقان عباسي په دې باور دی چې جګړه هیڅکله د ملي یا سیمه ییزو ستونزو حل نه دی او ټول سیاسي مشران باید د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د تګلارې بیاکتنې لپاره سره راټول شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وایي:«ټي ټي پي د پاکستان خپله ستونزه ده او باید په خپله یې حل کړي. اوس، هر څه چې په پاکستان کې پیښیږي، دوی نشي کولی د هغې لپاره اسلامي امارت ملامت کړي، ځکه چې دا په خپله د پاکستان دننه پیښیږي. موږ باید د پاکستاني مشرانو هیڅ خبرو ته هیڅ ارزښت ورنه کړو، که هغه لومړی وزیر وي، د دفاع وزیر وي، یا امنیتي او سیاسي چارواکي وي»

په دې اړه، ځینې شنونکي بیا وايي چې ټي ټي پي په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په خاوره کې شتون لري او فعال دی.

د دوی په وینا، اسلام آباد د افغانستان پر وړاندې په خپلو تګلارو کې ناکام شوی او اوس د انزوا په حالت کې دی.

د نړیوالو چارو شنونکی ولي فروزان وايي:«ټي ټي پي په پاکستان کې شتون لري او د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه ده پیژندل شوې. افغانان نشي کولی د خپلو خپلوانو او کورنیو د تګ راتګ مخه ونیسي، او حتا که دوی وغواړي، د افغانستان جغرافیه داسې ده چې ټول هیواد نشي کنټرول کیدی.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي:«پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خپلو پالیسیو د ناکامۍ له امله د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د ننوتلو په خپله پروژه کې پاتې راغلی او اوس په سیمه ییزه او نړیواله کچه په یو حساس حالت کې منزوي شوی دی»

د پاکستان د وسله والو ځواکونو د مشر دا سختې او دښمنانه څرګندونې په داسې حال مطرح کیږي چې اسلام آباد تر اوسه پورې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوحې د اوربند له تړونه درې ځله سرغړونه کړې ده.

په ورته وخت کې، ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي یو پلاوی تکل لري د دواړو هیوادونو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره کابل او اسلام آباد ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *