د غزې لپاره د ټرمپ د سولې طرحه؛ حماس اسراییل له اوربنده په سرغړونې تورنوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له کله چې د اسراییل او حماس ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او په دې تړانګه کې ماتیدونکی اوربند رامنځته شو، تمې دا وې چې اوربند تلپاتې پاتې شي او دواړه لوري له نقض پرته یو ځل بیا په دې تړانګه کې د جګړې او وینې توییدو اقدام ونه کړي، خو داسې ونشول او حماس غورځنګ یو ځل بیا اعلان وکړ چې اسراییل د اوربند د هوکړې له لاسلیک وروسته، شاوخوا ۵۰۰ ځله اوربند نقض کړی چې له امله یې څه باندې ۳۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې زر تنه نور ټپیان شوي دي.

د حماس د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې:« د اسراییل پوځ د اوربند د تړون له عملي کېدو راهیسې ۴۹۷ ځله سرغړونې کړې دي. د اوربند له عملي کېدو راهیسې، ۳۴۲ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۷۵ نور ټپیان شوي دي.»

دغه اوربند چې د ټرمپ په هڅو د ځینې هېوادونو په منځګړیتوب سره ترلاسه شو، امریکا له ځنډ پرته د غزې په اړه د ټرمپ د سولې طرحه امنیت شورا ته وړاندې کړه او یادې طرحې موافقې رایې ترلاسه کړې.

په امنیت شورا کې د غزې په اړه د امریکا د پریکړه لیک له تصویب وروسته، د فلسطینیانو د حقونو له ضایع کېدو اندېښنې زیاتې شوې.

د امریکا په مشرۍ په غزه کې د نړیوالو ځواکونو ځای پر ځای کېدل او د حماس بې وسلې کېدل په دې پریکړه لیک کې له بحث راپورته کوونکو مواردو څخه دي.

د نړیوالو چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې دا پریکړه لیک د حماس او فلسطینیانو لپاره جدي خطرونه له ځان سره لري.

د ټرمپ د طرحې یوه ګټه، د غزې اوسېدونکو ته د بشري مرستو پر وخت ور رسېدل وو، خو اسراییل تر اوسه هم د رفح بندر د مرستو پرمخ تړلی او اجازه نه ورکوي د بشري مرستو موټر له دې لارې غزې ته دننه شي.

ګارډین ورځپاڼې هم په یو راپور کې ویلي چې دمګړۍ د غزې په سویل کې شاوخوا نیم میلیون کسان له لوګۍ، یخنۍ او بسیدونکو بشري مرستو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي چې:«دمګړۍ ډیری فلسطیني کورنۍ له بې ځایه کیدو وروسته دریم ژمی په سختو شرایطو کې تیروي. بشري مرستې کمې دي او د دوی اړتیاوې نه پوره کوي. په غزه کې د یوې خیمې بیه اوس شاوخوا ۸۰۰ امریکایي ډالرو ته رسیدلې ده.»

په ورته مهال، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سویلي افریقا کې د جي ۲۰ غونډه کې یو ځل بیا په غزه کې د اسراییل پر جنایتونو نیوکه وکړه او وویل چې د اسراییل جنایتونو فلسطینیان ۷۰ کاله شاته ولیږل.

نوموړي په غزه کې له ځنډ پرته د بیا رغاونې د فعالیتونو پر پیل ټینګار وکړ او وویل چې په غزه کې د دایمي ټیکاو د رامنځته کېدو لپاره د دوو هېوادونو حل لاره ښکاره انتخاب دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي:«په غزه کې د بیارغونې فعالیتونه باید له ځنډ پرته پیل شي او دا اړینه ده. په غزه کې د اوربند دوام د فلسطینيانو او د ټولې نړۍ د سولې لپاره خورا مهم دی. هغه ویجاړتیا چې اسراییل په غزه کې رامنځته کړې ده، د فلسطین د پراختیا هڅې لږ تر لږه ۷۰ کاله شاته کړې دي.»

د امریکا پریکړه لیک د پاکستان په ګډون د ۸ هېوادونو له ښکاره سیاسي ملاتړ څخه برخمن دی.

تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني دیني عالمانو امنیت شورا کې د امریکا پریکړه لیک ته د پاکستان پر مثبتې رایې نیوکه کړې وه او هغه یې د فلسطینیانو په حق کې خیانت ګڼلی وو.

له دې ټولو پیچلتیاوو سره سره، روښانه ده چې په غزه کې د سولې لیدلوری لا هم مبهم او له لاسرسي څخه لرې تر سترګو کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *