د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه پرون (جمعه کب ۱۰مه) پنځه کلنه شوه
دا هوکړه د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۹مه د اسلامي امارت او امریکایي استازو ترمنځ لاسلیک شوه او په افغانستان کې یې د دوو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کیښود.
اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونه د پنځو کلونو په تېرېدو سره، لا هم یو بل د دې هوکړې پر نقضولو تورنوي.
دا هوکړه هغه مهال د اسلامي امارت د استازي ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.
ډېر شنونکي دغه هوکړه د افغانستان د وروستیو سیاسي تحولاتو په تاریخ کې یو مهم بدلون ګڼي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د شل کلنې جګړې د پای ته رسېدو زمینه یې برابره کړه.
د دوحې هوکړې له مهمو مواردو څخه، د ۱۴ میاشتو په موده کې په بشپړه توګه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول، د بینالافغاني مذاکراتو د زمینې برابرول، او د یوه ټولمخیز او دایمي اوربند لپاره هڅې شامل وو.
د دې هوکړې پنځه کاله تېرېږي، خو لا هم اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالات یو بل د دې هوکړې پر نه عملي کېدو او نقضولو تورنوي.
په همدې حال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د دې هوکړې اصلي برخې عملي شوې، خو ځینې مهم موارد، لکه د بنډیزونو لېست پایته رسول او د امریکا له لوري افغانستان سره د ښو تعاملاتو په برخه کې ګام اچتول نه دي عملي شوي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: «په دې هوکړه کې ځینې برخې ذکر شوې وې، چې امریکا باید عملي کړې وای، لکه د بنډیزونو لېست پایته رسول او له افغانستان سره د ښو تعاملاتو په برخه کې ګام اوچتول شامل وو، خو دا موارد د امریکا له لوري عملي نشول او موږ له هغوی غوښتي، چې دا برخې هم عملي کړي.»
ښاغلي مجاهد په دې مرکه کې زیاته کړې، چې د دوحې هوکړه یوازې د یوې مرحلې لپاره وه او په خبره یې اوس اسلامي امارت حاکم دی او هغوی باید د اسلامي امارت له اصولو سره سم مخته لاړ شي.
مجاهد وایي: «دا هوکړه د یوې مرحلې لپاره وه، اوس اسلامي امارت یو حاکمیت لري، موږ د دې هوکړې پر اساس نه، بلکې د خپل نظام د اصولو له مخې مخ ته ځو، او اوس د دوحې هوکړې وخت پای ته رسېدلی.»
له دې سره سم، د نړۍوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وایي، چې هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت په موخه اړتیا ده چې اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونه د دوحې هوکړه په بشپړ ډول عملي کړي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال په دې تړاو وایي: «د دوحې هوکړه باید په افغانستان کې د لا ثبات او سولې ټینګښټ په موخه عملي شي، لکه څنګه چې امریکا هم پر دې ټینګار لري.»
د نړیوالو اړیکو بل شنونکی واحد فقیري وایي: «د دې هوکړې تر ټولو مهمه برخه، چې د امریکا او سرپرست حکومت ترمنځ عملي شوې نه ده، بینالافغاني مذاکرات دي. تر هغه چې بینالافغاني مذاکرات ترسره نشي، زه فکر نه کوم چې افغانستان به له نړیوال او دیپلوماتیک انزوا څخه ووځي.»
د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړې پر سر شاوخوا یونیم کال مذاکرات وشول. د دې هوکړې په لاسلیک کېدو سره بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او اسلامي امارت یو ځل بیا واک ترلاسه کړ.