د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د تورخم دروازې د تړل کېدو لامل د اسلامي امارت له لوري د یوې پوستې جوړول یادوي.
د دغه وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د پاکستان ګمرک، کډوالو او نورې اړونده دولتي ادارې د دې ستونزې د هواري هڅې کوي.
خو اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
په داسې حال کې چې د تورخم دروازې له تړل کېدو اته ورځې تېرېږي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «د تورخم پولې په اړه، اساسي ستونزه دا ده، چې افغان لوری هڅه کوي زموږ خواته امنیتي پوسته جوړه کړي او موږ له هغوی غوښتي، چې د یو اخیزو اقداماتو پر ځای، دا ډول ستونزې له دوه اړخیز جوړښت، لکه د همغږۍ کمېټې د ناستو له لارې حل کړي.»
خو اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان تل د بېلابېلو بهانو پر بنسټ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تورخم او نورې دروازې د تګ راتګ پر مخ تړلې، چې دې چارې تل د دواړو هېوادونو سوداګري اغېزمنه کړې او سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
اوس چې څه د پاسه یوه اونۍ د دې لارې له تړل کېدو تېرېږي، د پولې دواړو خواوو ته سلګونه بار وړونکې لارۍ بندې پاتې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې هره ورځ په منځنۍ توګه اته سوه باروړونکې لارۍ له دې لارې تګ راتګ کوي، خو اوس ټولې لارۍ دواړو خواوو ته بندې پاتې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وایي، چې په دې موده کې شاوخوا څلور زره لاریو دواړو خواوو ته تګ راتګ کاوه.
هغه همداراز زیاته کړې، چې تر اوسه دواړو خواوو ته شاوخوا لس میلیونه ډالر خسارات اوښتي دي.
ښاغلی الکوزی د دواړو هېوادونو له مشرانو غواړي، چې سیاسي مسایل له اقتصادي مسایلو سره ګډ نه کړي.
د تورخم دوازې تړل کېدو نه یوازې سوداګرو ته پراخې ستونزې را ولاړې کړې، بلکې د کرښې دواړو خواوو ته سلګونه مسافر او ناروغان هم بند پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستانی لوری دا دروازه د تګ راتګ پر مخ تړي، بلکې تر دې وړاندې هم پاکستاني لوري په ورته کړنو لاس پورې کړی دی.