آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جي شنکر وایي چې د هند او افغانستان اړیکې د تاریخي او ولسي اړیکو پر اساس رامنځته شوي او د نوي ډیلي تعامل د حکومتونو په بدلون پورې محدود نه دی.
نوموړي د یاد هېواد په یو پوهنتون کې د غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې هند سیاست ولس او ټولن محوره دی او د افغانانو د بیړنیو اړتیاو پر ځواب تمرکز لري.
جي شنکر دغه راز د بشردوستانه او پراختیایي همکاریو له دوامه خبر ورکړ.
د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جي شنکر وايي:«موږ له پیړیو راهیسې له افغانستان سره اړیکې لرو چې ټولنیز او ولسي ماهیت لري، ښایي حکومتونو او رژیمونو بدلون کړی وي، خو باید ځینو ستونزو ته پام وشي، ځکه افغانستان دمګړۍ له ډیر سخت پړاو څخه تیریږي او دې ستونزو ته باید د ولس او ټولنې له پلوه رسېدنه وشي. نن ورځ چې له افغانستان سره د پراخیتایي مسایلو لکه واکسین، خوراکی توکو او روغتیايي برخو کې همکاري کوو، دا ټول اقدامات پر همدې منطق ولاړ دي.»
اسلامي امارت هم له هند سره د افغانستان اړیکې مهمې ګڼلي او په بیلابیلو له هغې ډلې سوداګرۍ، روغتیا او ټولنیزو خدماتو په برخو کې د همکارۍ پر دوام او پراختیا یې ټینګار کړی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« بې له شکه، افغانستان او هند ښې اړیکې لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیره همکاري شتون لري. د افغانستان خلک د هند همکارۍ ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، روغتیا او نورو برخو کې او د واکسینونو او اړینو موادو په ګډون د هند همکاري زموږ لپاره ډیره ګټوره وه. موږ د دې همکارۍ ستاینه کوو او هیله لرو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به لا پیاوړې پاتې شي.»
په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي هم هند ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وروستي سفر او د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والي ته په اشارې سره دا سفر د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانانو اړتیاو ته د هند د پاملرنې ټکی ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی اسد الله ندیم وایي:« دا د هند او پاکستان لپاره ډېره مهمه ده چې افغانستان د خپلو سیالیو پر ډګر بدل نه کړي او د ملي ګټو لرونکي یو خپلواک هېواد په توګه یې ومني. د افغانستان ملي ګټو ته باید درناوی وشي او هیڅ هېواد باید د افغانستان له وضعیته ناوړه ګټه پورته نه کړي. که هند او پاکستان دا چلند تعقیب کړي، دوی کولی شي په سیمه کې له پرمختګ، سوداګرۍ او اقتصادي هوساینې سره مرسته وکړي.»
تر دې وړاندې د هند بهرنیو چاروو زارت اعلان کړی وو چې په کابل کې یې خپله تخنیکي استازولي د سفارت تر کچې لوړه کړې، هغه اقدام چې تر اوسه په بشپړه توګه عملي شوی نه دی.
